د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې له هر ۱۰ تنو څخه نهه یې د خوړو له کمښت سره مخ دي


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د روان میلادي کال له پيل څخه تر دا مهاله یې په افغانستان کې له څه باندې ۱۹ میلیون خلکو سره مرسته کړې ده.

یاد پروګرام د سې شنبې په ورځ اګست دوهمه (زمري ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دوی هره ورځ په ټول افغانستان کې له خلکو سره مرسته کوي چیرته چې له لسو کسانو څخه ۹ یې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ دي.

په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د خوړو نړیوال پروګرام مرسته د هرې کورنۍ لپاره ۱۰۰ کیلو اوړه، ۱۲.۵ کیلو ګرامه دال، ۹.۲ کیلو ګرامه غوړي او یو کیلو مالګه شامل ده چې هرې اړمنې کورنۍ ته د شپږو میاشتو لپاره ورکول کیږي.

پر همدې مهال د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري (UNHCR) وايي، دوی هم په روان میلادي کال کې په افغانستان کې له نژدې ۳۰۰زره خلکو سره نغدي مرستې کړي دي.

یادې کمېشنرۍ پرون سې شنبې وویل چې سږ کال یې په ټول افغانستان کې د بېړنیو اړتیاوو پوره کولو په هدف ۲۹۶۰۰۰زره کسانو ته نغدي مرستې رسولي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدرانګه ویلي چې په دغه موده کې همدارنګه ۲۶۳۰۰۰ نورو افغانانو د کور سامان الات، سولر تختې او د حفظ الصحې سامان الات تر لاسه کړي دي.

دغه سازمان ویلي چې اړمنو خلکو ته د مرستې رسېدو په هدف دوی د زیانمنو شوو کسانو معلومولو په اړه هم څېړنې پيل کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې دوی روان کال په افغانستان کې د ۱۳۵۰۰۰ کسانو څخه پخپلو کورونو کې لیدنه کړې چې په خبره یې ۱۹۰۰ کورنیو ته یې د مرستو رسولو ډاډ ورکړل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ همدارنګه ویلي چې دوی دا کال په افغانستان کې له کډوالو سره هم په بېلابېلو برخو لکه،د ښوونځيو او روغتیايي مرکزونو جوړولو او د څښاک پاکو اوبو په برابرولو کې مرسته کړې ده.

مرستندویه ادارې وايي، سږ کال په افغانستان کې نږدې پنځه میلیونه ماشومان او امیندواره او شیدې ورکوونکي ښځې په داسې حال کې له خوارځواکۍ سره مخامخ کیږي، چې ۳.۹ میلیونه ماشومان لا له وړاندې له خوارځواکۍ سره مخ دي.

تېر کال په افغانستان کې د طالبانو د واکمن کیدو وروسته مرستندویانو له افغانستان سره پرمختیايي مرستې بندې کړې، په افغانستان کې د طالبانو پر اوسني حکومت نړیوال بندیزونه لګېدلي دي، چې د افغانستان بانکي سکتور یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG