د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ایران د هرات له زلزله ځپلیو سره مرسته کوي


هرات کې د شنبې د ورځې په زلزله کې د قربانیانو د کورنیو سره د نړیوالو ادارو او یو شمیر هیوادونو د خواخوږۍ د پیغامونو په لړ کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان په یوه تیلیفوني اړیکه کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خواخوږي څرګنده کړې ده.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل د دوشنبې په ورځ اکتوبرنهم (تلې۱۷) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې امیرعبداللهیان امیر خان متقي سره په دې تلیفوني اړیکه کې زلزله ځپلو کورنیو ته د بشري مرستو د برابرولو ژمنه هم کړې ده.

هغه لیکلي: "په تیلیفوني مکالمه کي ښاغلي امیر عبداللهیان په هرات کې د تيرې ورځې د زلزلې له قربانیانو سره خپله غمشریکي وښوده او د تسلیت مراتب يې وړاندې کړل.دغه راز یې له زلزله ځپلو سره د بشري مرستو ژمنه وکړه او د هر راز همکارۍ لپاره یې چمتو والی وښود".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو چارواکو د دغې تیلیفوني مکالمې په پای کې د دواړو هېوادونو د سیاسي او اقتصادي اړېکو پر پاللو او لا تقویي او د افغانستان -ایران د دوه اړخیزو همکاریو پر پياوړتيا ټینګار کړی دی.

د شنبې په ورځ د رښتر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د هرات، بادغیس، فراه او هلمند ولایتونه ولړزول. د ملګروملتونو د راپور له مخې په هرات کې د لومړۍ زلزلې وروسته لږ ترلږه اته نور ټکانونه هم احساس شوي دي.

د د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي، چې په دغه زلزله کې دوه زره ۵۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو زر او ۲۴۰ نور ټپیان شوي دي. ذبیح الله مجاهد ویلي، په دې زلزله کې ۱۳۲۰ کورونه هم نړیدلي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG