د لاس رسي وړ اتصالات

د اومیکرون پیښو زیاتوالی؛ زرګونه پروازونه لغو او محدودیتونه سخت شوي


د کرسمس د رخصتیو سره جوخت په ټوله نړۍ کې په میلیونونو کسان د سفرونو د ګډوډۍ او د کرونا د اومیکرون ډوله وبا د مخنیوي په خاطر د محدودیتونو له زیاتیدو سره مخامخ شوي دي.

د اومیکرون مخ په زیاتیدونکې څپې ددې سبب شوي چې په ټوله نړۍ کې د کرسمس د اونۍ په پای کې چې د هوایي شرکتونو لپاره خورا بوختې ورځې دي څه دپاسه ۴۵۰۰ سوداګریزې الوتنې لغو کړي.

د الوتنو د موندنې د ویبپاڼې FlightAware.com، د شمیرو له مخې په ټوله نړۍ کې هوایي شرکتونو لږ تر لږه ۲۴۰۱ پروازونه د جمعې په ورځ ډسمبر ۲۴ لغو کړي وو او نژدې ۱۰زره نور پروازونه يې ځنډولي دي.

دغه ویبپاڼه شیي چې په ټوله نړۍ کې د کرسمس په ورځ ۴۰۲ نور پروازونه چې د یکشنبې د ورځې لپاره پروګرام شوي وو هغه هم لغو شوي دي.

په امریکا کې د هوایي چلند درې سترو شرکتونو څه دپاسه ۳۰۰ پروازړنه د کرسمس په شپه لغو کړل. د یونایټید هوایي شرکت خپل ۱۶۹ پروازونه د جمعې د ورځې راهیسې لغو کړي او په یو بیان کې یې ویلي چې د امیکرون ډوله کروناویروس د پیښو زیاتیدل د الوتنو د کارکوونکو د کمښت سبب شوي دي.

د متحده ایالاتو حکومت د سیلانیانو لپاره اسپانیا، فرانسه، جرمني، یونان، ایټالیا او بریتانیا هم د هغو هیوادونو په ډله کې حساب کړي چې په کې په کرونا وبا د اخته کیدو ډیر امکان شته.

د پروازونو د لغو کیدو سربیره د نوي کال د نمانځنې پروګرامونه هم د مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په نیویارک کې چې د نوي کال جشن ددې ښار په "ټایمز سکویر" کې معمولاً شاوخوا ۵۸زره کسان نمانځي، سږکال ۱۵زرو کسانو ته محدود شوی دی. همداشان ټول ګډون کوونکي چې د پنځو کالو پورته عمر لري باید د واکسیناسیون سند له ځانه سره ولري.

د رویترز اژانس د شمیرو له مخې په متحده ایالاتو کې په تیره اونۍ کې د کرونا وبا د نویو پیښو وسطي شمیر په سلو کې ۴۵ زیات شوی او په ورځ کې ۱۷۹زرو تنو ته رسیدلي دي.

په اروپا کې ایټالیا، اسپانیا او یونان په ازاده فضا کې یو ځل بیا د ماسک تړل جبري کړي دي.

زیات شمیر اروپایي هیوادونو ویلي چې د کرسمس جشن وروسته به نوي محدودیتونه پلي کړي.

XS
SM
MD
LG