د لاس رسي وړ اتصالات

استرالیا درې مسلمانان د یو جومات سوځولو په تور مجرم وپېژندل


استرالیا په دې وروستیو کې په کور دننه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ ده
استرالیا په دې وروستیو کې په کور دننه د ترهګرۍ له ګواښونو سره مخامخ ده

په استرالیا کې یوې محکمې درې کسان د یو جومات د سوځولو په تور مجرم پېژندلي او دا کار یې یو ترهګریز عمل بللی دی.

دغه درې کسان احمد محمد، عبدالله چاراني او حاتم مخیبر نومیږي. دوی سونيان دي او د ملبورن په یوې سیمه کې یې د شیعه ګانو یو جومات سوځولی و.

دا پېښه په ۲۰۱۶م کې شوې وه خو لومړنۍ محکمه یې تازه خلاصه شوه.

د استرالیا رسنۍ وایي چې د دغو کسانو په ډله کې یې یو کس تر نیول کېدو مخکې هم ځیني چاودېدونکي توکي پېرودلي وو او هڅه یې کوله چې د وسلو ګرځولو اجازه هم واخلي.

محکمې دوی مجرم وپېژندل خو لا معلومه نه ده چې دغه کسان په څومره بند او سزا محکوم شوي دي.

استرالیا د ترهګرۍ خلاف جګړې کې له امریکا سره په ګډه په افغانستان کې مبارزه وکړه خو په دې وروستیو کې په کور دننه د ترهګرۍ له یو لړ ګواښونو سره مخامخ ده.

تېرکال یو کس یو موټر وسوځولو او پر خلکو یې د چړو ګوزارونه وکړل چې یو تن یې ووژلو او یو شمېر نور یې ژوبل کړل.

څو میاشتې مخکې د استرالیا یوې بلې محکمې یو بل کس د یوې الوتکې د الوځولو په تور مجرم وپېژندلو.

XS
SM
MD
LG