د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا په واشنګټن ایالت کې یو وسله وال کس درې تنه ووژل


د متحدو ایالتونو د واشنګټن ایالت چارواکو د سه شنبې په ورځ جنوري ۲۴ (سلواغې څلورمه) وویل چې یو وسله وال کس ددغه ایالت په یاکیما ښار کې درې کسان په ډزو ووژل.

پولیسو ویلي دي داسې ښکاري چې دا برید له هر ډول تحریک پرته شوی دی.

د یاکیما ښار د پولیسو مشر متیو موري ویلي ظاهرا د دواړو لورو ترمنځ هیڅ تاوتریخوالی نه و او پولیس په سیمه کې د امنیتي کمرو په کتلو بوخت دي.

پولیسو زیاته کړې، دې کس یو تن په یوې هټۍ، دویم کس د هټۍ مخ ته او درېیم کس یو څو ګامه لېرې په ډزو ویشتلي او وژلي.

د پولیسو مشر اصلي شکمن ۲۱ کلن جیرد هاډاک معرفي کړی او ویلي یې دي چې نوموړي تر ډزو وروسته د تیلو له یو ټانک څخه یو موټر غلا کړی او له سیمې تښتیدلی دی.

چارواکو څرګنده کړې ددې برید په دلیل نه پوهیږي خو د قاتل د نیولو لپاره له به له خپل ټول توان څخه کار واخلي.

دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم په کالیفورنیا ایالت کې د ډزو په دوو جلا پیښو کې ۱۸ کسان ووژل شول.

په یوې پله پيښه کې د امریکا په آیووا ایالت کې له خطر سره د مخو ځوانانو لپاره د یو روزنیز پروګرام پرمهال په ډزو کې دوه شاګردان وژل شوي او د پروګرام بنسټ ایښودونکي سخت ټپي شوی دی.

له دې پيښو وروسته د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن یو ځل بیا له کانګرس څخه وغوښتل چې د "تهاجمي وسلو" د بندولو په اړه عاجل اقدام وکړي.

جو بایډن په یوې اعلامیې کې وویل: «پوهېږو چې په امریکا کې د وسلو د خشونت مصیبت قوي اقدام ته ضرورت لري. زه یو ځل بیا د کانګرس په دواړو خونو [استازو خونه او سنا] باندې ټېنګار کوم چې عاجل اقدام وکړي او د تهاجمي وسلو بندیز [لایحه] دې زما تر میز را ورسوي، او په امریکا کې دې د ټولنو، ښوونځیو، کارځایونو او کورونو د مصونیت لپاره لاس په کار شي.»

یو ډله امریکایي سناتورانو د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د "تهاجمي وسلو د ممنوعیت" طرحه او یوه بله طرحه د کانګرس غړو ته وړاندې کړه چې له مخې یې باید د تهاجمي وسلې د اخیستلول لپاره قانوني سن ۲۱ کالو ته لوړ شي.

د وسله والو تاوتریخوالو د پېښو ارشیف د ویبسایټ د معلوماتو په اساس تېرکال په متحدو ایالتونو کې ۶۴۷ وسله وال بریدونه شوي چې په هره پېښه کې څلور یا تر څلور ډېر کسان وېشتل شوي او یا وژل شوي دي.

د معلوماتو په اساس په ۲۰۲۲ کال کې په امریکا کې د وسلو سره د تړلیو پېښو له کبله ۴۴۰۰۰ کسان وژل شوي چې څه باندې نیمایي یې د ځان وژنې پېښې وې.

XS
SM
MD
LG