د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د کروناویروس د معاینو د ناسم والي ستونزې


سره له دې چې روغتیایي مقامات د کروناویروس د کړکیچ د حل یواځنۍ لار معاینات ګڼي، خو ددغو معایناتو دقیق والی لا هم د اندیښنې وړ دی.

د چین د ووهان ښار اوسیدونکی هي شیمینگ، وایي نه پوهیږي چې څنګه او له کوم ځایه په کروناویروس اخته شو او ولې یې د کروناویروس ازموینه په وار وار منفي وه.

هغه وایي د تنفسي مشکلاتو له لرلو سره سره د فبرورۍ میاشتې په لومړیو کې ډاکترانو راته ویل چې کروناویروس نلرم. زما د روغتیایي وضعیت خرابیدو روغتیایي کارکوونکي اندیښمن کړل، تر څو زه یې د قرنطین یو مرکز ته واستولم، خو هلته هم نتیجه منفي وه.

خو بلاخره د مارچ د میاشتې په وروستیو کې په ووهان ښار کې یو روغتون ته د انتي باډي د معاینې په ګډون یو لړ صحي ازموینو لپاره ولاړم. بلاخره دا ځل زما د کروناویروس ازموینه مثبته ثابته شوه.

شیمینګ یواځې نه دی. په چین او نورو ځایونو کې ورته پیښو د کروناویروس د ازموینو د سم والي په هکله زیاتې اندیښنې رامنځ ته کړي دي.

د کروناویروس ناباوره معایناتو نه یواځې د ویروس له منځه وړل بلکه د اقتصادي فعالیتونو بیرته پیل کیدل هم کمزوري کړي. دا پداسې حال کې ده چې د محدودیتونو د کمولو په خاطر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پر حکومتونو باندې فشارونه زیاتیږي.

د کروناویروس د معاینې تر ټولو معموله طریقه د نیوکلیک اسید ازموینه ده چې د ستونې یا د ناروغ د تنفسي لارې څخه د ویروس د نمونې په اخستلو سره ترسره کیږي.

د متخصصینو په وینا ددغو معایناتو ترسره کول اسان ندي او کیدای شي ځینې نیمګړتیاوی ولري لکه د د ډیرې کوچنۍ نمونې اخیستل او یا د هغه ځای نه نمونه اخیستل چې ویروسونه په کې نه وي راټول شوی.

د بت پوهنتون استاذ اندریو پریستون، وایي که غواړو پوه شو چې یو کس په بشپړه توګه له کروناویروس نه خلاص دی یا نه، باید په وار وار په منظم ډول معاینه شي.

د چیني ډاکترانو د یوې نظرپوښتنې په بنسټ د فبرورۍ په میاشت کې د ۲۱۳ ناروغانو له جملې نه د ۳۰ فیصدو د نیوکلید اسید معاینات په کاذبه توګه منفي وو.

رسنیو هم په وار وار د یو شمیر کسانو د منفي معاینو د ناسم والي رپوټ ورکړی دی چې وروسته بیا د همدغو کسانو د کروناویروس معاینې مثبتې ثابتې شوي دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور شو.

د امریکا د متحده ایالاتو د جانز هاپکېنز د پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس د پنجشنبې تر ورځې د اپریل ۲۳مه (غوايي څلورمه) د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته رسېدلی دی او تر اوسه څه باندې ۱۸۳زره تنه یې مړه کړي او له دوه میلیونو او ۶۳۰زرو څخه زیات کسان ورباندې اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG