د لاس رسي وړ اتصالات

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمېر تر دوه نیم میلیون واوښت


کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي
کرونا تر ټولو ډېر کسان په امریکا کې مړه کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان یو وارې بیا په ټولو هېوادونو غږ کړی چې د کرونا ویروس مخنیوي ته پام وکړي او عادي حالت ته ورګرځیدل باید په تدریجي توګه وشي.

دغه سازمان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۱ (غويي۲) داسې مهال دا پیغام ورکړ چې په نړۍ کې د کرونا له کبله څه باندې ۱۷۱زره کسان مړه شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د غربي اقیانوس هیوادونو سیمه ییز مشر تیکشي کاسي وايي چې د کرونا ویروس لا هم ننګونکی دی او خلک باید د راتلونکي ژوند نوې بڼې ته چمتو واوسي.

ښاغلی کاسي وايي "دا اوږده جګړه ده، ویروس ددې سیمې -غربي اقیانوس- په ۲۲هیوادونو کې دی، یو شمیر هیوادونه محدود روغتیايي ظرفیت لري، او یو شمیر نور لکه جاپان چې پیښې په کې زیاتې شوې، اوس د آرام کښیناستو وخت نه دی، موږ باید د راتلونکي ژوند بلې بڼې ته چمتو واوسو. "

د نړۍ په کچه د کرونا ویروس پیښې د زیاتیدو په حال کې دي او دا مهال د نړۍ ۱۸۵ هیوادونو ته خپور شوی دی.

کرونا کوم هېوادونه ډېر ځپلي؟

د امریکا جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د سه شنبې تر غرمې پورې اپریل ۲۱(غويي۲) په ټوله نړۍ کې څه باندې ۲.۵ میلیون انسانان په کرونا ویروس اخته شوي او ۱۷۱۸۱۰ نور کسان مړه شوي دي.

د بل هر هیواد په پرتله د کرونا ویروس امریکا زیاته ځپلې ده، تر اوسه په امریکا کې څه باندې ۸۰۰ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او له ۴۲زرو زیات کسان مړه شوي دي.

تازه ارقام ښيي چې له امریکا څخه وروسته ایټالیا کې زیات خلک د کرونا ویروس مړه کړي چې شمېر یې څه باندې ۲۴زرو ته رسیدلی دی.

د هسپانیا د روغتیا وزارت د سه شنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۱۰ کسان مړه شوي چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړو شویو شمیر څه باندې ۲۱ زرو ته ورسید.

په برتانیا کې بیا څه باندې۱۶۵۰۰ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د نورو ورځو په پرتله په فرانسې کې د کرونا ویروس له کبله د تلفاتو په شمیر کې یو څه کمښت لیدل کیږي، اوس په دغه هیواد کې څه باندې ۲۰زره کسان مړه شوي دي.

په نړۍ کې په کرونا د اخته کسانو شمیر نږدې دوه نیم میلیون ته ورسید
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:30 0:00

په روسیې کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۶۰۶۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي چې تر دې دمه په دغه ویروس د ټولو اخته کسانو شمېر دغلته څه باندې ۵۲زره کسانو ته رسیږي او تراوسه ۴۵۶ کسان مړه شوي دي.

ایران کې په تېرو ۲۴ساعتونو کې ۱۳۴۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له دې سره تر دې دمه هلته د ټولو اخته کسانو شمېر ۸۴۸۰۲ کسانو ته ورسېد او ۵۲۹۷ کسان مړه شوي دي.

چین چې د لومړي ځل لپاره کرونا ویروس پکې پیدا شو اوس پکې په دغه ویروس د اخته کسانو شمیر ۸۳۸۵۳ ته رسیدلی او ۴۶۳۶ کسان تر دې دمه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG