د لاس رسي وړ اتصالات

بادغیس کې درې پولیس د طالبانو برید کې وژل شوي – چارواکي


ارشیف
ارشیف

د بادغیس چارواکي وايي چې تیره شپه د دغه ولایت په مقر ولسوالۍ کې پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې ملي پولیسو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د بادغیس والي حسام‌الدین شمس د پنجشنبې په ورځ اپریل ۱۵ (وري ۲۶) امریکا غږ ته وویل د طالبانو په دغه ډله‌ییز برید کې چې د مقر ولسوالۍ په کمربندي سیمه کې شوی دی درې پولیس وژل شوي، دوه ټپیان دي او دوه نور تري تم شوي دي.

د بادغیس والي دغه راز وویل چې په دغه برید کې اوه طالب جنګیالي وژل شوي او لس تنه نور ټپیان شوي دي.

ښاغلي شمس زیاته کړه چې سیمې ته تازه دمي ځواکونه استول شوي او د دوو ورک شویو پولیسو د موندلو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.

د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې طالبانو یاده امنیتي پوسته نیولې ده، د ملي پولیسو پنځه منسوبین یې وژلي او درې نور یې ژوندي نیولي دي.

خو د بادغیس والي دا مسله رد کړه.

طالبانو هم تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG