د لاس رسي وړ اتصالات

اترېش: درې ښوونکي د ماسک نه تړلو له کبله له دندو شړل شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په اترېش کې چارواکي وایي‌ د ښوونځيو‌ درې ښوونکي د هغو مشخصو ماسکونو د نه تړلو له کبله له دندو شړلي‌ چې ذرات فېلټر کوي.

دغو ښوونکو د ماسک نه تړلو لپاره ډېر مقاومت کاوه.

په اترېش کې د کروناویروس پېښې زیاتې شوي‌ چې له کبله یې کاروبار او ژوند هم ټکنی شوی او حکومت د ماسک تړل جبري‌ کړي ‌دي.

رویټرز خبري اژانس د اترېش د مشهورې ورځپاڼې کرونېن زیتونګ په حواله لیکلي‌ چې دا درې ښوونکي د اترېش په دریو بېلا بېلو سیمو فرېستاډ، ویکلابروګ او ویلز کې وو .

د اترېش د پوهنې ریاست ویلي دي‌ چې ډېره یې هڅه وکړه چې دغو ښوونکو ته قناعت ورکړي‌ چې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي په شرایطو ځانونه برابر کړي،‌ خو هغوی سرغړونه کوله.

اترېش د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ له ۲۵ راپدېخوا د هغو ماسکونو تړلي‌جبري‌کړي‌چې ذرات فلټر کوي، مخکې به خلکو ساده ماسکونه هم تړل.

په اترېش کې د کرونا ویروس له کبله څه باندې ۹۰۰۰ کسان مړه شوي‌ او څه باندې ۵۰۰زره نور په دغه ویروس اخته شوي‌ دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ایالت کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه په ټولې نړۍ کې د کرونا له کبله لږ تر لږه ۲.۷ میلیون کسان مړه شوي‌ او شاوخوا ۱۲۲ میلیون نور په دغه ویروس اخته شوي‌دي.

XS
SM
MD
LG