د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه؛ طالبان: د چا فرمایش نه منو


د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي چې دا ډله د هېچا فرمايشونه نه مني او ټولې چارې په خپلواک ډول ترسره کوي.
د طالبانو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت ویلي چې دا ډله د هېچا فرمايشونه نه مني او ټولې چارې په خپلواک ډول ترسره کوي.

نن د یکشنبې ورځ د زمري ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ۱۰۵ کلیزې سره برابره ده. افغانستان د پخواني پادشاه امان الله خان په مشرۍ د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري په ۲۸ له بریتانوي ځواکونو سره له اوږدو جګړو وروسته خپله خپلواکي اعلان کړه. د همدې نیټې راهیسې افغانان هرکال د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې دا ورځ نمانځي.

د بریتانیا حکومت د ۱۹۱۹ کال د اګست په ۱۹ د یو تړون له مخې افغانستان د یو بشپړه خپلواک هیواد په توګه په رسمیت وپیژند.

افغانستان کې په وروستیو پنځه لیسزو کې د پرله پسې سیاسي بدلونونو سره سره ددغه هیواد مختلفو رژیمونو دا ورځ دننه او د هیواد څخه بهر په خپلو سیاسي استازولیو کې د غونډو په ترڅ کې د ملي ورځې په توګه نمانځلې ده.

د طالبانو حکومت ددې ورځې په مناسبت عامه رخصتي اعلان کړې او د دغه حکومت د دفاع وزارت دا ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې نمانځلې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې افغانانو ته د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ورځې په مناسبت د مبارکۍ په ترڅ کې ویلي چې د انګریزي ښکیلاک په وړاندې د افغانانو نه ستړې کېدونکې مبارزه نه یوازې په افغانستان کې د ښکیلاک د ماتي سبب شوه، بلکې د سیمې او نړۍ په سطحه یې په ټولو اشغال شوو او استعمار ځپلو ملکونو کې ښکیلاک د ماتي سره مخامخ کړ.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "افغانان د قوي ایمان، زړورتوب او جهاد له برکته توانیدلی چې د برتانوي او شوروي یرغلګرو په څېر د الله تعالی په نصرت سره د امریکا په مشري غربي یرغل هم مات کړی او دادی غیورو افغان مجاهدینو لکه د یوې پيړۍ پخوا یو وار بیا د فتحي او خلاصون د اعادې بیرغ پورته کړ".

کابل کې ددفاع په وزارت کې په دې مناسبت جوړې شوې غونډه کې د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا مرستیالانو او د دغه حکومت د کابینې غړو ګډون کړی وو.

دا غونډه د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په وینا پیل شوه. قاري فصیح الدین فطرت وویل چې نن د زمري له ۲۸ په داسې حال کې نمانځنه کېږي چې د هغه د ادعا له مخې افغانستان په بشپړه توګه خپلواک دی، د هېچا فرمايشونه نه منل کېږي او ټولې چارې په خپلواک ډول ترسره کېږي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپله وینا کې ویلي، لکه څنګه چې د آزادي اخیستل مهم دي همداسې یې ساتل هم مهم دي. هغه وویل: "موږ ته الله تعالی د هر څه ډک هیواد راکړی؛ باید کوشش وکړو چې په اقتصادي برخه کې ترینه داسې ګټه واخلو ترڅو هيواد مو پر ځان بسیا شي."

د طالبانو د ریاست الوزرا مالي مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي دې غونډه ته په وینا کې وویل چې انګریزانو پر افغانستان باندې څلورځلې برید وکړ، چې هرځل د زیاتو تلفاتو په زغملو سره د ماتې سره مخ شو.

د پخواني جمهوري رژیم پرمهال دا ورځ د افغانستان په مرکز او ولایتونو کې په ځانګړي ډول د ننګرهار د ولایت په مرکز د جلال اباد په ښار کې د پخواني پادشاه امان الله په قبر باندې د ګلانو د ګیډیو په ایښودلو سره نمانځل کیدله، په تیرو دریو کلنو کې چې طالبانو په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړی ورسره ددې ورځې نمانځل کم رنګه شوي دي.

د تور سور او زرغون درې رنګه بیرغ هسکول او د ښارونو په واټونو کې په موټرو کې ګرځول چې په دې وروستیو کلنو کې ددغې ورځې د نمانځې یوه برخه ګریدلې وه د طالبانو د حکومت له خوا د پخواني رژیم د بیرغ په لیږد باندې د بندیز او پرځای یې د خپل سپین بیرغ معرفي کولو هم ددغې ورځې د نمانځنې په کم رنګه کولو کې مرسته کړې ده.

د۱۴۰۱ لمریز کال د زمري په ۲۸ د طالبانو حکومت د یو شمیر هغو ځوانانو مخه نیولې وه، څو تنه یې په بند کې اچولي وو، چې درې رنګه بیرغونه یې رپول. د تیرو کلنو په څیر سږکال هم په یو شمیر بهرنیو هیوادونو کې میشتو افغانانو د زمري د ۲۸ ورځې د نمانځلو لپاره د پروګرامونو د تنظیمولو خبر ورکړی دی.

ټاکل شوې دا ورځ د امریکا په متحده ایالاتو په ګ‌ډون په یو شمیر هیوادونو کې د میشتو افغانانو له خوا د غونډو او کنسرتونو د جوړولو په ترڅ کې ونمانځل شي.

ددې سربیره د ټولنیزو رسنیو یو زیات شمیر افغان کارونکو هم د پیغامونو په خپرولو سره افغانانو ته ددې ورځې په مناسبت مبارکي ورکړې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG