د لاتینې امریکا لپاره د متحدو ایالتونو لوړ پوړی پوځي قومندان جنرال فرانسیس دونوان، د پنټاګون لوړ پوړی مقام جوزیف هومیر او د وینزویلا د برخې شارژدافیره لاورا دوګو د وینزویلا له سرپرستو مقاماتو سره د خبرو لپاره کاراکاس ته تللي وو.
په غونډې کې مشرانو د وېنزویلا د خلکو، متحدو ایالتونو او لویدیځې نیمه کرې لپاره د ازادې، خوندې او ښیرازې وېنزویلا لپاره د متحدو ایالتونو په ژمنې بیا تاکید وکړ.
د متحدو ایالتونو د ځواکونو له لوري د وېنزویلا د لېري کړل شوي مشر نیکولاس مادورو له نیول کېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د متحدو ایالتونو پوځي پلاوی دغه هېواد ته ځي.
د ساوت کام د قومندان دونوان په خپور شوي بیان کې ویل شوي: «بحثونه د امنیتي چاپېریال په اړه وو، او دا چې د ولسمشر ټرمپ د دریو پړاوونو لرونکي پلان د تطبیق لپاره د اقداماتو په اړه ډاډه شو- په ځانګړي ډول د وېنزویلا د ثبات په اړه- او د لویدیځې نیمه کرې په اوږدو کې د ګډ امنیت د ارزښت په اړه.»
د وېنزویلا حکومت وايي چې د متحدو ایالتونو پلاوي له لنډمهال حکومت له ولسمشرې ډیلسي رودریګوز، د دفاع له وزیر ولادمیر پدرینو او د کورنیو چارو له وزیر دیوسدادو کابیلو سره لیدلي دي.
دواړو خواو د نشه يي توکو د قاچاقو، ترهګرۍ او مهاجرت د مخنیوي په برخو کې په ګډ کار کولو توافق وکړ. دواړه پدرینو او کابیلو د نشه يي توکو د قاچاقو اړوندو تورونو سره مخامخ دي.
د متحدو ایالتونو د پوځي پلاوي تر سفر مخکې تېره اونۍ د متحدو ایالتونو د انرژۍ وزیر کریس رایټ هم وېنزویلا ته تللی و.
دا دواړه سفرونه د دې څرګندونه کوي چې ولسمشر ټرمپ پوځي او د انرژۍ تګلاره کاروي چې په وېنزویلا فشار راشي لوی اصلاحات راولي.
د ټرمپ حکومت وايي چې د وېنزویلا د تیلو تجارت به اداره کوي او په کارابین کې یې خپل قوي پوځي حضور ساتلی دی، دغلته د متحدو ایالتونو ځواکونه دنشه يي توکو مشکوکې کښتۍ په نښه کوي او د ساحل له ځواکونو سره کار کوي چې د وېنزویلا پورې تړلې د تیلو ټانکرونه ونیسي.
فورم \ دبحث خونه