د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي مقامات: تهران دې د واشنګټن زغم نه آزمايي


وروسته له هغه چي ایران وویل د ۲۰۱۵ کال د نړیوال اټومي قرارداد له ټاکل شوي حد زیات د یورانیمو د پروسس مقدار او غلظت زیاتوي، جګپوړو امریکايي چارواکو خبرداری ورکړی چې ایران باید د امریکا صبر و نه آزمايي.

د جمهور رئیس ټرمپ مرستیال مایک پنس او د ملي امنیت سلاکار جان بولټن دواړو ایران ته خبرداری ورکړ او وېې ویل تهران ته به د اټومي وسلو د جوړیدو اجازه ورنکړل شي.

دغو دوو امریکايي چارواکو په سیمه او نړۍ کې د ایران د ورانکاره فعالیتونو په دریدو هم ټینګار وکړ.

مایک پنس وویل:" ایران باید د امریکا حوصله داسې تعبیر نه کړي چې د مشکل د حل توان نلري. موږ د سمون په هیله یوو، خو د امریکا متحده ایالات او زموږ پوځ دیته چمتو دی چې په سیمه کې زموږ ګټې، کارکوونکي او هیوادوال وساتي."

ښاغلي پنس زیاته کړه د جمهور رئیس ټرمپ په مشرۍ حکومت به هیڅکله ایران ته د اټومي وسلو د جوړیدو اجازه ورنکړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن هم ایران ته ورته غبرګون درلود. هغه وویل:" موږ به تر هغه د ایران پر رژیم فشارونو ته دوام ورکړو څو خپل اټومي پروګرام بند کړي او په نړۍ کې د ترهګرو ډلو د ملاتړ په ګډون، په منځني ختیځ کې له ورانکاره فعالیتونو لاس واخلي."

د ایران د پوځ یوه لوړپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل، تهران له هیڅ هیواد سره جګړه نغواړي خو ایران د قرار داد په نورو غړو غږ کوي چې د تیلو د صادراتو په ګډون د امریکا د اقتصادي بندیزونو په وړاندې د حل یوه لار پيدا کړي.

اروپايي ټولنې او روسیې د یورانیمو د غني کیدو په اړه د ایران په اقدام خواشیني ښودلې ده خو روسیې، امریکا له اټومي قرار داد څخه په وتلو تورنه کړېده.

اروپايي ټولنې نن سه شنبې له ایران څخه وغوښتل چې په لوړ غلظت د یورانیمو د غني کیدو په اړه خپله پریکړه چې د ۲۰۱۵ کال د قرار داد څخه سرغړونه ده، بیرته راوګرځوي.

د امریکايي مقاماتو دا غبرګون وروسته له هغه څرګند شو چې د اټومي انرژۍ د نړیوال آژانس څیړونکو تائید کړه چې ایران د اټومي وسلو د پراختیا لپاره له ټاکل شویو حدودو سرغړونه کړېډه.

XS
SM
MD
LG