د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو وسله والو کندهار ښار کې دوې ښځینه پولیسې وژلي


دواړو ښځینه پوليسو په ارغنداب ولسوالۍ کې دنده لرل
دواړو ښځینه پوليسو په ارغنداب ولسوالۍ کې دنده لرل

نن چهارشنبه د «وږې میاشتې پر۶مه»»په کندهار ښار کې په یوه وسله وال برید کې دوې ښځینه پوليسې وژل شوي دي.

پېښه نن سهار څه باندې اته بجې د ښار په مرکزي برخه اوله ناحیه کې مدد څلور لارې ته نږدې رامنځته شوې ده.

د کندهار پوليس چارواکي وايي، چې فرزانه او روبینه د ارغنداب ولسوالۍ د ښځینه پوليسو غړي وې چې د ناپيژانده وسله والو په برید کې لومړی ټپي او بیا وروسته يې په روغتون کې ساه ور کړې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارګزي نن چهارشنبه امریکا غږ ته وويل،چې دواړو ښځینه پوليسو په ارغنداب ولسوالۍ کې دنده لرل.

هغه وویل، چې پوليسو په سیمه کې د پېښي د عاملینو د نیول کیدو عملیات پيل کړي:"دواړه پوليسي له کورڅخه د ندې پر لور د تګ په حال کې وې چې مدد څلور لارې ته نږدې په یوه وسله وال غلچکي تروریستي برید کې وژل شوي، زموږ تحقيقات پيل شوي چې وروسته به يې جزئیات شریک شي."

ارغنداب ولسوالي د کندهار په شمال کې ښار ته تر ټولو نږدې پرته ولسوالي ده چې هره چهارشنبه په سل ګونو کورنۍ د بابا ولي صاحب زیارت تفریحي پارک ته ځي.

د یادي سیمي امنیتي چارې تر ډېره ښځینه پوليسې مخ ته وړي او چي وژل شویو دواړو ښځینه پوليسو هم پکښې دنده لرل.

په کندهار کې د تېر په پرتله د ښځینه پوليسو شمېر څو برابره زیات شوی، خو پوليس چارواکي يې د یوه امنیتي راز په توګه دقیق شمېر نه په ډاګه کوي.

په تیرو دوو کالونو کې دا په کندهار کې پر ښځینه پوليسو لومړنی برید دی، چې تر سره کیږي.

تر اوسه چا د دې پېښي مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG