د لاس رسي وړ اتصالات

په لومړي ځل یوې نرښځۍ د هالنډ د ښکلا سیالي وګټله

ریکي کول، د هالنډ لومړنۍ نرښځۍ د ښکلا ملکه
ریکي کول، د هالنډ لومړنۍ نرښځۍ د ښکلا ملکه

دوه ویشت کلنه ریکي کول لومړنۍ نرښځۍ ده چې دا اونۍ په هالنډ کې د ښکلا د سیالۍ له ګټلو وروسته ددغه هېواد د ښکلا ملکه ونومول شوه.

ریکي کول ته د شنبې په ورځ د هالنډ د بریدا په جنوبي ښارګوټي کې د سیالۍ وروسته د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د ښکلا تاج ور په سر کړل شو. هغه وايي، غواړي د نورو لپاره "غږ او رول ماډله" وي.

ټاکل شوې چې ریکي کول له دې وروسته په ال سلواډور کې د ښکلا په نړیوالې سیالۍ (مس یونیورس) کې د هالنډ په استازیتوب برخه واخلي.

په هالنډ کې د سیالۍ له ګټلو وروسته، ریکي کول په خپل انسټګرام پاڼه کې ولیکل: "ما وګټله... هو زه نرښځۍ یم او زه غواړم خپله کیسه شریکه کړم، مګر زه ریکي هم یم، او دا هغه څه دي چې زما لپاره مهم دي."

ریکي کول به دوهمه نرښځۍ وي چې د مس یونیورس په سیالیو کې ګډون کوي. له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کې د انجیلا پونس په نوم یوې نرښځۍ د مس یونیورس په سیالیو کې د هسپانیا استازیتوب کړی و.

د هالنډ د ښکلا د سیالیو تنظیمونکو وویل چې دا "د هالنډ په تاریخ کې لومړی ځل دی چې یوې نرښځۍ دا سیالي وګټله".

تنظیموونکو په خپل ویب سایټ کې لیکلي چې ریکي کول توانېدلې په دې سیالیو کې "وځلیږي او خپله قوي کیسه او روښانه ماموریت" وړاندې کړي.

کول وايي غواړي خپله دا بریا په "ټولنه کې د بدلون" راوستلو لپاره وکاروي. هغې د سیالۍ په ویب پاڼه کې په یو بیان کې وویل: "د ۲۰۲۳ کال د هالنډ د ښکلا د ملکې په توګه زه غواړم د ټولو ځوانو میرمنو او همجنسو خلکو لپاره غږ او رول ماډل شم."

ریکي کول وايي په ټولنه کې د یوازیتوب احساس یې تر نورو ډیر تجربه کړی او زیاتوي: "کله چې زه کوچنی ریک وم او وروسته د یوې نرښځۍ په توګه راڅرګنده شوم. دا زما په شمول د هیچا لپاره اسانه کار ندی. خو زه هم له دې مرحلې تیره شو او نن ورځ زه د پخوا په پرتله پیاوړې یم."

د مس یونیورس د ښکلا نړیواله سیالي په ۱۹۸۹ کال کې هالنډۍ انجیلا ویسر ګټلې وه.

This item is part of
XS
SM
MD
LG