د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ بیا په افغانستان د یرغل وړاندیز وکړ 


د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ
د امریکا مخکنی ولسمشر دونالډ ټرمپ

د امریکا د متحدو ایالتونو مخکني ولسمشر دونالډ ټرمپ د افغانستان په اړه د سپینې ماڼۍ په اوسنۍ تګلارې باندې نیوکه کړې او وړاندیز یې کړی چې ښايي امریکا بیا افغانستان ته ولاړه شي.

ښاغلي ټرمپ تېره ورځ اپریل درېیمه (وري۱۳) د امریکا د مېشېګن ایالت د واشنګټن په ښار کې د خپل جمهوریت غوښتونکي ګوند د سیمه ایزو او ایالتي کاندیدانو په ملاتړ یوه غونډه کې ګډون وکړ.

نوموړي د افغانستان په اړه د اوسني ولسمشر جوبایډن د تګلارې په غندلو سربېره دا وړانديز هم وکړ چې باید امریکا بیا افغانستان ته ولاړه شي او خپل پاتې شوي وسائیل او تجهیزات را انتقال کړي.

نوموړي له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو اېستل یوه تېروتنه وبلله او وویل چې له وتلو وروسته د میلیاردونو ډالرو په ارزښت تجهیزات طالبانو ته پاتې شوي دي.

هغه همدغه راز وویل چې طالبانو ډېر خلک «ایسار کړي» او د ۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت وسلې یې هم ترلاسه کړي دي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې«ښايي موږ بېرته [افغانستان ته] ولاړ شو» او دا هر څه بېرته ترلاسه کړو. نوموړي زیاته کړه: «دا تر ټولو احمقانه کار دی چې ما لیدلای. هغوی [طالبان] د نړۍ تر ټولو ښه تجهیزات لري، د نایټ وېژن ګوګلز [شب بینې وسلې] څخه نیولې تر ۷۰۰۰۰۰ ټوپکونو پورې.»

ښاغلي ټرمپ همدغه راز وویل چې د هغه په وخت کې په افغانستان کې په ۱۸ میاشتو کې «یو کس هم ونه وژل شو»، ښايی هدف یې امریکایي عسکر وي. طالبانو د دوحې له تړون وروسته په بهرنیو ځواکونو بریدونه بند کړل خو په افغان ځواکونو یې روان وساتل چې هره ورځ به یې لسګونه افغان عسکر وژل او ژوبل کول.

د ولسمشر جوبایډن په وخت کې د امریکا د متحدو ایالتونو عسکر د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه ووتل او د تخلیې په پروګرام کې څه باندې ۱۰۰۰۰۰ افغانان هم له هغه هېواد څخه واېستل شول. په دوی کې یې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، همکاران، د حکومت مقامات او دا ډول نور افراد شامل وو.

د ښاغلي بایډن اداره وايي چې له افغانستان څخه د عسکرو د اېستلو پرېکړه د ښاغلي بایډن په وخت کې له طالبانو سره په تړون کې شوې وه. هغه وخت د افغانستان د سولې او بیا پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ چې په اساس یې باید امریکایي عسکر له افغانستان څخه وتلي وای. د ښاغلي بایډن اداره وايي چې له افغانستان څخه د عسکرو اېستل د ښاغلي ټرمپ له ادارې څخه ورته په میراث پاتې و او بل انتخاب یې نه لره.

له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو له وتلو وروسته په هغه هېواد کې جمهوري نظام نسکور شو او وسله وال طالبان بیا واک ته ورسېدل. امریکا وايي چې د افغانستان د پوځ په روزلو او تجهیز کې یې میلیاردونه ډالر لګولي او دا هر څه اوس د طالبانو په لاس کې دي.

طالبانو خپل حکومت اعلان کړی چې لا کوم هېواد په رسمیت پېژندلی نه دی، د دوی د حکومت یو شمېر مشران لا هم د امریکا د حکومت د ترهګرو سازمانونو او افرادو په تور لست کې شامل دي.

امریکا په افغانستان کې شاوخوا ۲۰ کاله دخيله وه او هلته یې له افغان حکومت سره د مرستو تر څنګ، له ترهګرۍ سره د نړیوالې مبارزې مشري کوله. امریکا په ۲۰۰۱ کې په نیویارک کې د تجارتي مرکز په لویو ودانیو د القاعده ډلې له ترهګریزو بریدونو وروسته، د نړیوال ایتلاف په مشرۍ په افغانستان برید وکړ او د طالبانو نظام یې نسکور کړ. دا جکړه بیا شل کاله وروسته ختمه شوه.

XS
SM
MD
LG