د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د مسیحي مبلغ په خوشې کېدو مې ترکیې ته باج نه دی ورکړی


د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ له غرمې وروسته د امریکایي کشیش اندرو برانسن، سره چې د ترکیې له بند ازاد شوی، په سپینه ماڼۍ کې ولیدل.

ښاغلي ټرمپ چې په سپینه ماڼۍ کې یې د کشیش برانسن سره د کتنې پر وخت خبرې کولې وویل چې د هغه د خوشې کیدو لپاره "باج" ندی ورکړل شوی، خو یو ځل بیا یې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د ترکیې له خلکو مننه وکړه چې دغه کشیش یې خوشې کړ.

جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې "د کشیش اندرو برانسن د خوشې کولو لپاره له ترکیې سره هیڅ ډول توافق ندی شوی. زه د یرغمل پر سر توافق نه کوم". خو بیا هم ښاغلي ټرمپ وویل چې ددغه امریکایي کشیش خوشې کیدل به "د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې ترمنځ د ښه او یا حتی عالي اړیکو سبب شي."

ښاغلي ټرمپ د ښاغلي براسن سره له کتنې دمخه په یو ټویټري پیغام کې د ترکیې د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان څخه د امریکایي کشیش په خوشې کولو کې د مرستې په خاطر مننه وکړه.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان ویلي چې د هغه په مشرۍ حکومت د اوږدې مودې لپاره د اندرو برانسن د ازادۍ لپاره مذاکره وکړه او له هغه وخت راهیسې چې هغه جمهور رئیس شوی څو امریکایان چې شمالي کوریا او مصر په گډون په نورو هیوادونو کې ساتل کیدل خوشې شوي دي.

د ٢٠١٦ کال د جولای د ٢٥ ناکامې کودتا وروسته د ترکیې حکومت کشیش برانسن ونیو او د هغه هیواد یوې محکمې هغه د "ترهگریزو" فعالیتونو په تور په دوو کالو بند محکوم کړ. ښاغلي برانسن په ترکیه کې دوه کاله په توقیف او کورني بند کې تیر کړل.

په ترکیه کې د اندرو برانسن بندي کیدو په وجه د امریکا د متحده ایالاتو او ترکیې ترمنځ دیپلوماتیک کړکیچ رامنځ ته شو او په نتیجه کې امریکایي مقاماتو پر ترکیې باندې اقتصادي بندیزونه ولگول. همداشان د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړی و چې که ترکي مقامات ښاغلی برانسن خوشې نه کړي نور بندیزونه به هم پرې ولگول شي.

XS
SM
MD
LG