د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ له کانګرس غواړي د کرونا ضد یو ټریلیون ډالر پلان یې ومني


جمهور رئیس ټرمپ - سپینه ماڼۍ خبري کنفرانس
جمهور رئیس ټرمپ - سپینه ماڼۍ خبري کنفرانس

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر کانګرس فشار زیات کړی چې د کرونا سره مبارزې ته یې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت اقتصادي پلان تصویب کړي.

ښاغلی ټرمب هیله لري چې کانګرس به یې دا پلان ژر ومني، سپینې ماڼې د کانګرس له استازو سره د شنبې په ورځ د مارچ ۲۱ (ورې۲) په دې اړه خبرې اترې بیا پیل کړې.

ولسمشر ټرمپ په سپینه ما ڼۍ کې په یوې غونډې کې وویل: "موږ په بېړه کار کوو چې دغه بودجه تصویب شي او د کوچني کاروبارونو او اغیزمنو صنعتونو سره به لویه مرسته وي او زموږ کارګرانو او زیارکښه امریکایي کورنیو ته به پیسې ورکړو. "

په دې پیسو کې ۵۰۰میلیارد ډالر هم شامل دي چې په دوو پړاونو کې به د اپریل په شپږمه او د مۍ په اتلسمه امریکایانو ته ورکول کیږي. نور ۳۰۰میلیارد ډالر به کوچنیو سوداګرو او ۵۰میلیارد به زیانمنو شویو هوايي شرکتونو ته ورکول کیږي.

په همدې حال کې د کانګرس ځينې غړي د کرونا ویروس خپریدو د مخنیوي په اړه د ټرمپ د ادارې په دریځ او اقدام باندې نیوکه کوي.

د متحده ایالاتو د مشرانو جرګې د اکثریت مشر میچ مکانیل وویل:"هره ورځ امریکایان په کورونو کی کښیني، ډیر کوچني کاروبارونه هره ورځ اړ کیږي چې د کارکوونکو د معاشونه ورنکړي. زموږ نرسان او ډاکټران هره ورځ د مهمو توکو کموالي سره مخ کیږي. دا سیاسي فرصت نه دی. دا ملي اضطراري حالت دی. اوس د دې وخت دی چې یوځای شو."

بلخوا په نیویارک کې چې د کروناویروس سره کلکه مبارزه پیل کړې ده، د روغتونو ظرفیت د شاوخوا ۵۰زرو بستر څخه ۷۵زره بسترو ته لوړ کړل شوی دی.

د نیویارک والي اندریو کومو د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې دا ایالت لا دمخه د کررونا ویروس د خپرېدو له امله ۱۶زره کسان په روغتون کې بستر کړي دي.

هغه وویل: "موږ په هره کچه کار کوو، هرڅه چې لازم دي چې باید تر سره شي، ترسره کیږی."

د متحده ایالاتو د خوړو او درملو اداره د کروناویرس لومړۍ ازموینه هم تصویب کړه چې په ۴۵ دقیقو کې یې نتیجه معلومیږي.

د مایک پنس معاینات

د ولسمشر ټرمپ مرستیال مایک پینس او میرمن یې ځانونه معاینه کړه او نتیجه یې معلومه شوه د کرونا په ویروس اخته نه دي. دوی له هغه وروسته ځانونه معاینه کړل چې معلومه شوه د ښاغلي پنس یو کارکونکی په کرونا ویروس اخته دی.

په امریکا د تازه شمېرو له مخې تر دې دمه ۳۴۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۲۶زره نور پرې اخته دي. د نړۍ په شاوخوا ۱۷۶ هېوادونو کې څه باندې ۲۶۰زره کسان د کرونا په ویروس اخته دي او تر ۱۱زرو زیات مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG