د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د افغانستان مسایل تل څارم


په سپینه ماڼۍ کې د رویترز اژانس سره د جمهور رئیس ټرمپ مرکه
په سپینه ماڼۍ کې د رویترز اژانس سره د جمهور رئیس ټرمپ مرکه

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ، ویلي دي چې د افغانستان مسایل تل څاري.

جمهور رئیس ټرمپ همداشان ویلي دي چې د افغانستان د جګړې د خصوصي کولو په اړه په وړاندیز یې غور ندی کړی.

ښاغلي ټرمپ دا خبره پداسې حال کې کړې چې دوه ورځې مخکې د امریکا د اوسني او پخواني حکومت یو شمیر مقاماتو وویل چې خصوصي شرکتونو ته د افغانستان د جگړې د ورکولو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ لیوالتیا زیاته شوې ده.

د بلک واټر امنیتي شرکت بنسټ ایښودونکی او مالک اریک پرنس، هڅه کوي چې د ښاغلي ټرمپ اداره وهڅوي چې یوې خوا په افغانستان کې د امریکا جگړه خصوصي کړي او مسولیت یې د بلک واټر شرکت ته وسپاري او له بلې خوا د هغه هیواد کانونه استخراج کړي.

خو ښاغلي ټرمپ د رویټرز اژانس سره په مرکه کې ویلي دي چې "د اریک پرنس په پلان غور نه کوم."

اریک پرنس په سپینه ماڼۍ کې له نفوذ نه برخورداره دی. هغه د امریکا د ملي امنیت د پخواني سلاکار استفن بنن، دوست دی او خور یې بتسی دیووس، د ښاغلي ټرمپ د ادارې د پوهنې وزیره ده.

د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتیژۍ کلیزه

د افغانستان په هکله د جمهور رئیس ټرمپ څرگندونې په داسې حال کې کیږي چې د افغانستان او د اسیا د جنوب لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ستراتیژۍ نه یو کا تیر شو.

سره له دې چې د امریکا د ستراتیژۍ له مخې په افغانستان کې یو شمیر امریکایي ځواکونه زیات شوي، خو په هغه هیواد کې امنیتي وضعیت خراب شوی او حتی د طالبانو ډله توانیدلې چې لوی ښارونه وگواښي.

جمهور رئیس ټرمپ د رویترز سره په پخله مرکه کې همداشان ویلي دي چې هغه شخصاً د منځني ختیځ حالاتو ته پام کوي، خو ټینگار یې کړی دی چې امریکا به هیڅکله د منځني ختیځ په کشاله کې ښکیل نشي.

ښاغلي ټرمپ ویلي "هیڅکله باید په منځني ختیځ کې دخیل شوی نه وای. دا زمونږ د هیواد په تاریخ کې یوه لویه اشتباه وه."

XS
SM
MD
LG