د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د افغانستان د سولې کنفرانس کې طالبانو ته بلنه ورکړې


روسیې د "افغانستان د سولې نړیوالو مذاکراتو" ته تیاری نیولی چې ټاکل شوې په راتلونکو دوو اونیو کې په مسکو کې وشي او طالبانو ته یې هم بلنه ورکړې چې پدغه ناسته کې گډون وکړي.

د افغانستان په چارو کې د روسیې د جمهور رئیس ځانگړي استازي ضمیر کابلوف، د روسیې د انټرفاکس اژانس ته ویلي دي چې دغه غونډه به د سپتمبر په څلورمه وشي.

ښاغلي کابلوف دغه غونډه "په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر لپاره یو چوکاټ" وگاڼه او وویل چې د طالبانو استازي هم دغې غونډې ته بلل شوي دي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ (اگست ١٩) وویل "یو ځل بیا سر له سبا دوشنبې څخه چې د عرفې ورځ ده د نبي تر میلاد پورې، یا تر هر هغه وخت پورې چې طالبان ورته ژمن وي پدې شرط اوربند اعلانوم چې طالبان هم پدغه سپیڅلې موده کې اوربند اعلان او مراعت کړي".

ضمیر کابلوف وویل چې مسکو د ښاغلي غني د سولې وړاندیز ته "په مثبته توگه" گوري. هغه هیله څرگنده کړه چې طالبان به هم دغه وړاندیز ته مثبت غبرگون وښيي.

مسکو د ٢٠١٧ کال په اپریل کې د افغانستان په هکله د یو نړیوال کنفرانس کوربتوب وکړ چې په هغه کې د افغانستان، هند، ایران، چین، پاکستان او د مرکزي اسیا د پنځو هیوادونو استازو برخه اخیستې وه. د امریکا استازې سره له دې چې دغه کنفرانس ته بلل شوی و، خو په کې یې گډون ونه کړ.

XS
SM
MD
LG