د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د شمالي کوریا سره په اټومي مذاکراتو کې زیاته پرمختیا شوې


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ، ویلي دي چې د شمالي کوریا سره د اټومي موافقې د کولو په اړه زیات پرمختګ شوی.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې ددغو هڅو څخه د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین د ملاتړ هرکلی کوي.

د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون پدې وروستیو کې د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره د لیدنې کتنې لپاره مسکو ته تللی و او ښاغلي پوتین تیره ورځ وویل چې شمالي کوریا ته د امریکا له لورې امنیتي ضمانت پداسې حال کې چې نور هیوادونه یې ملاتړ ونکړي ښایي د شمالي کوریا د غیر اټومي کیدو سبب نشي.

خو ښاغلي ټرمپ وویل "فکر کوم مونږ د شمالي کوریا سره ډیر ښه پرمخ ځو. زیات پرمختگونه شوي دي."

هغه زیاته زیاته کړه "زه د جمهور رئیس پوتین د پرونیو څرگندونو ستاینه کوم. هغه هم غواړي چې (د شمالي کوریا سره) توافق وکړو."

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د شمالي کوریا سره د امریکا د خبرو اترو څخه د چین د ملاتړ قدرداني کوي.

هغه وویل:”زه د کیم جونګ اون سره ډیرې ښې اړیکې لرم او چین هم مونږ سره مرسته کوي. “

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: ”هغوي نه غواړي چې په ګاونډ کې یې هیوادونه هسته يي وسلې ولري. زه فکر کوم چې دوي غواړي مونږ سره مرسته وکړي ځکه چې له دوي سره یوه اقتصادي معامله لرو چې هغه هم ډیره ښه روانه ده. “

XS
SM
MD
LG