د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي عربستان ته د ټرمپ خبرداری


د امریکا د متحده ایالاتونو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ ( اکټوبر ۱۳) وویل که دا ثابته شي چې د ریاض منتقد جمال خاشوګي په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلګري کې وژل شوی دی، ریاض به له سخت مجازات سره مخ شي.

جمهور رئیس ټرمپ دا څرګندونې د شنبې په ورځ له سي بي اس CBS ټلویزیون سره کړي خو نوموړي ونه ویل چې دا مجازات به څه شي وي.

د جمهور رئیس ټرمپ تازه څرګندونې په داسې حال کې کیږې چې نوموړي دوه ورځې وړاندې ویلي وو د خاشوګي له تري تم کیدو سره سره نغواړي چې د ۱۱۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت له ریاض سره د وسلو قرار داد لغوه کړي.

ټرمپ ویلي وو" ښه دا زموږ هیواد ندی، ترکیه ده. تر کومه ځایه چې زه پوهیږم زموږ تبعه ندی، خو دا باید نه وای پيښ شوي. د واشنګټن پست خبریال وو او ددې ډول پيښې تر سره کیدو ته باید اجازه نه وای ورکړل شوې. غواړو ددې مسلې عمق ته ځان ورسوو."

جمال خاشوګي چې د سعودي عربستان د پادشاه محمد بن سلمان یو سرسخته منتقد وو د اکټوبر په دویمه نیټه یې د واده د اسنادو د ترلاسه کیدو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلګرۍ ته مراجعه وکړه خو د قونسلګرۍ ودانۍ ته له داخلیدو وروسته نور ندی لیدل شوی.

ترکي چارواکي وايی خاشوګي په عمدي ډول د سعودي عربستان په قونسلګرۍ کې وژل شوی دی خو ریاض د ترکیې ادعا رد کړې او ویلې یې دي چې ددې ادعا د اثبات لپاره هیڅ سند وړاندې شوی ندی.

د سعودي عربستان ددې ژورنالست او لیکوال د لادرکه کیدو په اړه د بشري حقونو ګڼ شمیر نړیوالو بنسټونو اندیښنه ښودلې ده. په وروستي مورد کې فرانسې هم له ریاض څخه په دې اړه د دقیقو معالوماتو غوښتنه کړېده.

اخوا د جمعې په ورځ د سعودي عربستان یو پلاوی ترکیې ته ورسید څو ددې عرب خبریال د برخلیک د روښانه کیدو په اړه له انقرې سره په ګډو تحقیقاتو کې برخه واخلي.

د عربستان د پادشاه امر

واشنګټن پست د پنجشنبې په ورځ د امریکا د استخباراتو په حواله راپور ورکړی وو چې د سعودي عربستان پادشاه محمد بن سلمان امر کړی وو چې خاشوګي دې د امریکا له ویرجینیا ایالت څخه عربستان ته ستون او ونیول شي.

د خاشوګي ملګرو ویلي د سعودي عربستان لوړپوړو چارواکو له څو میاشتو راهیسې د سعودي عربستان د پادشاه د منتقد خبریال سره اړیکې نیولي او هغه ته یې د مصونیت وړاندېز کړی وو. د خاشوګي ملګرو همدارنګه ویلي د عربستان دې چارواکو آن هغه ته وړاندېز کړی وو که عربستان ته ستون شي نو ریاض به هغه ته لوړ مقام ورکړي.

XS
SM
MD
LG