د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایف بي آی اجنټانو مې په کور چاپه اچولې


په فلوریډا ایالت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوسیدو شخصي ماڼۍ.
په فلوریډا ایالت کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اوسیدو شخصي ماڼۍ.

د امریکا مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ دوشنبه اګست ۸ (زمري۱۷) ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو د فلوریډا په ایالت کې د هغه د اوسیدو په شخصي کور چاپه اچولې او دا کار یې د عدلي سیستم څخه ناوړه ګټه اخیستنه بللې.

ښاغلي ټرمپ په یوې اعلامیې کې چې د رښتیا ټولنیزې شبکې کې د واشنګټن پر وخت دوشنبه ناوخته خپره شوې ویلي، "دا زمونږ د ملت لپاره تیاره وختونه دي. د فلوریډا په پام بیچ کې زما د مارا لاګو ښایسته کور همدا اوس د چاپې لاندې دی او د ایف بي آی اجنټانو قبضه کړی."

مخکني جمهور رئیس دا چاپه د " سخت دریځو کیڼ اړخو دموکراتانو" لخوا برید بللی او ویلي "هغوي نه غواړي چې په ۲۰۲۴ کال کې د جمهوري ریاست لپاره کاندید شم".

ښاغلي ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایف بي آی اجنټانو یې "خوندي سندوقچه" هم لټولې او دا کار یې د "عدلي سیستم څخه "ناوړه ګټه اخیستل" او د وسلې په توګه کارول بللي.

ډونالډ ټرمپ په اعلامیې کې دا ندي ویلي چې د فدرالي تحقیقاتو د ادارې اجنټانو یې ولې په کور چاپه اچولې او پخپله ایف بي آی هم تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې چې آیا د ښاغلي ټرمپ د اوسیدو په ځای یې چاپه وهلې که نه.

خو بل پلو بیا ګڼ شمیر امریکایي مطبوعاتو د ځینو سرچینو په حواله چې د تحقیقاتو سره نږدې اړیکې لري، ویلي چې د ښاغلي ټرمپ د کور دا تالاشي د محکمې د حکم له مخې کیږي او د احتمالي محرمو اسنادو د لټولو په خاطر کیږي چې د مارالاګو ماڼۍ ته استول شویدي.

د متحده ایالاتو ملي آرشیف د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې وویل چې په فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ د جایداد څخه یې د اسنادو څخه ۱۲ ډک بکسونه تر لاسه کړل.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ددې اسنادو په هکله په یو راپور کې ویلي و چې د مالیې په هکله په لوړه کچه محرم اسناد هم پکې و چې ښاغلي ټرمپ په انتخاباتو کې د ماتې خوړلو څخه وروسته د ځان سره وړي و.

دغه اسناد او نور یاداښتونه چې ځیني یې د پخواني جمهور رئیس براک اوباما د دورې و د قانون له مخې باید د ښاغلي ټرمپ د واک پای ته رسیدو څخه وروسته سپارل شوي و خو د سپارل کیدو پر ځای دا اسناد په فلوریډا کې د ښاغلي ټرمپ د اوسیدو شخصي ځای ته واستول شول.


د دې اسنادو تر څنګ د سپینې ماڼۍ کار کوونکو په تشنابونو کې د پاڼو ځینې برخې وموندلې او داسې معلومیږي چې ښاغلي ټرمپ کوښښ کاوه ځیني اسناد له منځه یوسي.

د متحده ایالاتو د عدلې وزارت چې د جنوري په شپږمه د ټرمپ د پلویانو لخوا د کانګریس په ماڼۍ د برید په هکله تحقیقات کوي ویلي هیڅوک د قانون څخه پورته ندي.

لوی څارنوال مریک ګارلینډ تر اوسه پدې هکله د تبصرې څخه ډډه کړې چې آیا په ښاغلي ټرمپ به د دې برید له کبله جنایي تورونه ولګول شي او که نه خو دورمه یې ویلي چې نیت لري " هر هغه څوک په جنایي توګه مسؤل وبولي چې د مشروع انتخاباتو د نتیجې د بدلولو کوښښ یې کړی".

د ټرمپ پلویانو د کانګریس په ماڼۍ پداسې حال کې برید وکړ چې دننه د کانګریس غړیو د جمهوري ریاست د پخواني مرستیال مایک پنس تر نظارت لاندې د انتخاباتو نتیجه تصدیق کوله.

XS
SM
MD
LG