د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران ۶۰ ورځې وخت لري چې له متحدو ایالتونو سره هوکړه وکړي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (جون ۱۹) وویل چې لاسلیک شوې هوکړه ایران ته ۶۰ ورځې وخت ورکوي چې له متحدو ایالتونو سره هوکړې ته ورسیږي.

ولسمشر ټرمپ خبرداری ورکړی که هوکړه ونشي نو واشنګټن به داسې څه وکړي چې "هغوی (ایران) به خوشاله ونکړي."

ولسمشر ټرمپ وویل:" اوس موږ یو هوکړه لیک لرو چې تېره شپه لاسلیک شو، او دا د ۶۰ ورځو لپاره دی، دوی باید یو تړون وکړي. که نه نو موږ به داسې کارونه وکړو چې دوی به پرې خوښ نه شي. خو زه فکر نه کوم چې خبره به تر دې ځایه ورسیږي. زه فکر کوم چې دا به ډېر ښه وي. په یاد ولرئ، که موږ داسې وکړو، نو د تنګي له لارې به د تیلو بهیر ډېر ژر ترسره نشي، ځکه هغه خلک چې د ملیارد ډالري کښتیو مالکین دي، نه غواړي چې توغندي یې پر سر تیر شي او نه یې هم دا خوښیږي چې د اوبو په هره برخه کې ماینونه وي."

که څه هم متحدو ایالتونو او ایران د چهار شنبې په ورځ د جګړې د ختمیدو په هدف د یوه هوکړه لیک سند خپور کړی خو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی که ایران خپلو ژمنو باندې عمل ونکړي نو متحده ایالات به پر ایراني اهدافو بریدونه له سره پیل کړي.

ټرمپ وویل: "په ایران کې، چېرته چې موږ په یوه اونۍ کې، تقریباً، د هغوی ټول سمندري ځواک، ټول هوایي ځواک، د هغوی د توغندیو ضد وسلې او د هغوی رادار له کاره وغورځول. موږ هرڅه له کاره وغورځول. اوس به ځینې جعلي خبرونه ووایي، موږ دا کار په کافي سرعت سره ونه کړ. موږ په شاوخوا یوه اونۍ کې وکړ."

ولسمشر ټرمپ وویل د هرمز په تنګي کې د تجارتي کښتیو فعالیت پیل شوی او پر تیلو ګڼې بار کښتۍ د وتلو په حال کې دي.

د هرمز په تنګې کې د کښتیو دا ګڼه ګوڼه د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ د چهار شنبې ناوخته د یوه هوکړه لیک تر لاسلیک کیدو وروسته زیاته شوېده.

ولسمشر ټرمپ وویل:"زموږ هیواد ډیر ښه پرمخ روان دی. هغه کښتۍ چې د هرمز له تنګي څخه وځي، هیچا بل وخت ندي لیدلي. البته ډیرې زیاتې وې، کابو ۷۰۰ کښتۍ. هغوی د وتلو په حال کې دي. په هر ځای کې تیل دي. تاسې به وویني چې تیلو به ډیر راټیټ شي. هیله من یم کمپنۍ په دې خوشاله وي."

ولسمشر ټرمپ اکسیوس ته ویلي چې تر هوکړې وروسته، د تیلو بیې د جګړې مخکې مودې په شان ټيټې شوي خو هغه زیاته کړې یوازینی توپیر دادی چې اوس ایران اټومي وسلې ونلري.

ټرمپ د جمعې په ورځ وویل چې امریکا د "ناچارۍ" له مخې له ایران سره مذاکرات ندي کړي. هغه د تروت سوشل په یوه پیغام کې ولیکل:"موږ د ناچارۍ له مخې ملاقات ونکړ، ایران وکړ. هغوی ختم شوی دی! موږ به شپیته ورځې خبرې وکړو. هغوی پیسې نه ترلاسه کوي، لس سنټه هم."

ولسمشر ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه بل جلا پیغام کې د هوکړې په منتقدینو د انتقاد په کولو وویل چې د ایران د رژیم په وړاندې د امریکا د پوځ عملیاتو "ایران کمزوری کړ!"

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG