د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس دموکرات غړي د افغانستان د وضعیت په اړه وضاحت غواړي 


د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران
د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزیران

د امریکا د متحدو ایالتونو د استازو مجلس دېموکرات غړو د دغه هېواد د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو مایک پمپیو او مارک اسپر څخه غوښتي چې د افغانستان لپاره د امریکا د تګلارې په اړه د ګواهۍ ورکولو لپاره دې یوې استماعیه غونډې ته حاضر شي.

د استازو مجلس د څارنې او اصلاحاتو کمېټې غړو دغو وزارتونو ته لیکونه استولي دي ‌او ویلي یې دي‌ که د دغو وزارتونو استازي‌ حاضر نشول، رسماً به یې استجواب کړي.

ټاکل شوې دا استماعیه غونډه د سپتمبر په دویمه (وږی۱۲) وشي او یاد وزارتونه باید په دغې غونډې کې د خپل ګډون په اړه ډاډ ورکړي.

د امریکا د دفاع وزارت یو استازي امریکا غږ ته وویل چې په دې اړه بحثونه روان دي او د سه شنبې تر ماښام پورې به یې په اړه پرېکړه وشي. خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

امریکايي قانون جوړونکو خبرداری ورکړی که دغه وزارتونه اقدام ونکړي «کمیسیون ته به له اجباري ګواهي اخیستلو پرته بله لار پاتې نشي.»

د امریکا متحدو ایالتونو د فبروۍ په ۲۹ په قطر کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ. د تړون له مخې د افغان حکومت له زندانونو څخه باید ۵۰۰۰ طالبان پرېښودل شي، بین الافغاني مذاکرات پیل شي، طالبان له ترهګرو ډلو سره خپلې اړیکې پرې کړي او د تړون څخه وروسته په ۱۳۵ ورځو کې به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر۸۶۰۰ ته راکم شي.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي‌ چې د امریکا د را روانو انتخاباتو پورې به په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو شمېر د ۴۰۰۰ او ۵۰۰۰ ترمنځ راکم کړي.

د امریکا د کانګرس دموکرات غړو ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د کمولو په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه "سیاسي انګېزه" لري. د ولسمشر ټرمپ سیاسي سیالانو استدلال کړی چې د امریکايي پوځیانو او د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، طالبانو له القاعدې سره اړیکې پرې کړې ندي.

د استازو مجلس ېموکرات غړو په لیک کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ د قوماندان وروستیو څرګندونو ته اشاره شوې ده. جنرال کېنت مېکنزي د جون په لسمه نېټه ويلي وو چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو بشپړ وتلو ته شرایط برابر ندي.

همدرانګه، د امریکا د سنا مجلس مخکښ دموکرات غړي باب منندز د یوې اعلامیې په خپرولو سره لیکلي چې د بهرنیو چارو وزارت باید پر امریکايي قواوو د طالبانو د وروستیو بریدونو په اړه وضاحت ورکړي چې د دوحې له تړون نه "څرګنده سرغړونه" ده.

طالبانو د دوحې په سند کې موافقه کړې چې پر بهرنیو پوځیانو خپل بریدونه بندوي او په افغانستان کې مېشتو پوځیانو هم منلې چې طالبان تردې دمه دغه ژمنه عملي کړې خو پر افغان سرتېرو یې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG