د امریکا د حکومت یوه چارواکي امریکا غږ ته وویل، ولسمشر ټرمپ، که څه هم تل له ایران سره دیپلوماتیکه حل لار غوره بللې، خو که د ایران رژیم خپلو "ترهګریزو اقداماتو" ته دوام ورکړي او د هوکړې له کولو څخه ډډه وکړي، نو نوموړی به ټول اختیارونه په لاس کې ولري.
د امریکا د حکومت دغه چارواکي د چهارشنبې په ورځ (جولای ۲۸مه) امریکا غږ ته د ایران د ګواښونو په اړه د واشنګټن د ارزونې او د ټرمپ حکومت د احتمالي اقداماتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: "ولسمشر ټرمپ تل دا روښانه کړې چې هغه به هیڅکله ایران ته د اټومي وسلې د درلودلو اجازه ورنکړي."
دغه امریکايي چارواکي زیاته کړه: "که څه هم هغه تل ویلي چې ډیپلوماتیک حل غوره ګڼي، خو که د ایران رژیم خپلو ترهګریزو فعالیتونه دوام ورکړي او له هوکړې کولو ډډه وکړي، نو هغه به ټول اختیارونه له ځان سره وساتي."
د امریکا د حکومت دغه چارواکي، پر ایران اقتصادي فشارونو ته په اشارې وویل چې محاصرې او درنو بندیزونو د ایران اقتصاد فلج کړی او "په بشپړه توګه یې له ماتې سره مخ کړی دی."
هغه دا هم په ټینګار سره وویل چې ولسمشر ټرمپ د فشار د زیاتولو لپاره نور امکانات هم په لاس کې لري: "ډېر داسې وسایل شته چې ولسمشر کولی شي په راتلونکو اونیو او میاشتو کې یې په ډېر شدت سره وکاروي."
د دغه چارواکي څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې ولسمشر ټرمپ د سهشنبې په ورځ، اګست ۲۷، وویل چې له ایران سره اوسمهال هیڅ ډول خبرې اترې روانې نه دي او نه هم د خبرو مهال ویش ټاکل شوی دی.
په ورته وخت کې، راپورونه وايي چې د امریکا حکومت پر ایران د اقتصادي فشار د زیاتولو لپاره د نورو لارو لټون کوي.
متحده عربي اماراتو هم د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې له ایران سره خپلې ټولې سوداګریزې او مالي اړیکې ځنډولي؛ دا هغه اقدام دی چې کیدای شي د ایران پر اقتصاد لا ډېر فشار راوړي.
فورم \ دبحث خونه