څو ساعته وروسته له هغه چې متحدو عربي اماراتو ایران په تجارتي کښتیو باندې په برید کولو تورن کړ، یاد هیواد له ایران سره ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې وځندولې.
دا پریکړه د متحدو عربي اماراتو له ولسمشر شیخ محمد بن زید النهیان سره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه هیواد د ملي امنیت له سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو تر خبرو وروسته وشوه.
متحده عربي امارات داسې مهال ایران سره سوداګریزې اړیکې پرې کوي چې امریکا ځان د هغو بې ساري اقتصادي اقداماتو لپاره چې د مالیې وزیر سکاټ بسینټ تیره اوونۍ د ایران د منزوي کیدو په هدف وبلل، چمتو کوي.
د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو اړیکو څانګې مشرې، افرہ الحملي، په یوه اعلامیه کې ویلي، "د سیمه ییزو کړکېچونو په رڼا کې چې سیمه ییزه او نړیواله سوله او امنیت کمزوری کوي، له ایران سره ټولې سوداګریزې او مالي راکړې ورکړې تر بلې خبرتیا پورې ځنډول شوي دي."
الحملي وویل چې متحده عربي امارات "د نړیوالو قوانینو او لوړو نړیوالو معیارونو په رڼا کې د نړیوال مالي سیستم بشپړې ساتنې" ته ژمن دی.
د دې بیانیې څخه یوازې څو ساعته مخکې، متحده عربي اماراتو راپور ورکړ چې ایران د دوی پر خاورې دوه بالستیک توغندي ویشتلي دي. متحده عربي اماراتو په یوې تعقیبي ارزونه کې وویل چې د دوی د هوایي دفاعي سیسټمونو لخوا دا کشف شوي توغندي په سمندر کې تر لویدو مخکې، د سمندري تګ راتګ په هدف توغول شوي وو .
تېره اونۍ متحده عربي اماراتو پر ایران تور ولګاوه چې د یاد هیواد د دولتي تېلو شرکت دوه ټانکرونه یې ویشتلي وو، کوم چې د هرمز له تنګي څخه تېرېدل.
ایران د متحده عربي اماراتو هغه تور رد کړ چې ګواکې هغوی پر دغه هیواد توغندیو توغولي دي.
د سوداګرۍ د نړیوال سازمان په وینا، په ۲۰۲۴ کال کې د متحده عربي اماراتو او ایران ترمنځ سوداګري شاوخوا ۲۸ میلیارده ډالره وه، چې په عمده توګه د متحده عربي اماراتو له لوري ایران ته صادرات پکې شامل وو.
د متحده عربي اماراتو رسمي دولتي خبري اژانس WAM د سهشنبې په ورځ راپور ورکړ چې د دغه هېواد ولسمشر النهيان د ولسمشر ټرمپ له خوا ټیلیفوني اړیکه ترلاسه کړې، چې په کې یې د دوه اړخیزو همکاریو او "په منځني ختیځ کې د وروستیو پرمختګونو او د هغو د حل لپاره د روانو هڅو" په اړه خبرې وکړې.
په یوه جلا خبر کې، د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د متحده عربي اماراتو د ملي امنیت له سلاکار شیخ طحنون بن زاید آل نهیان سره تلیفوني خبرې وکړې، او دوی "د روانو بریدونو په اړه د ایران او د یاد هیواد د نیابتي ډلو ته د ځواب ویلو لپاره د امریکا او متحده عربي اماراتو د همغږۍ" په اړه بحث وکړ.
د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې روبیو د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د تګ راتګ د ازادۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
امریکا تېره اونۍ ژمنه وکړه چې پر ایران باندې به بې ساري اقتصادي فشار راوړي.د مالیې وزیر سکاټ بسینټ وویل چې د هغه وزارت به پدې اونۍ کې د ایران پر وړاندې "تر اوسه نه لیدل شوي" اقتصادي اقدامات اعلان کړي.
هغه د پنجشنبې په ورځ ناوخته نیوزمکس ته وویل: "دا به د اقتصادي انزوا داسې یو ترکیب وي چې نړۍ مخکې هیڅکله نه دی لیدلی، او د هرمز په تنګي کې به دوامداره محاصره وي چې د ایران له بندرونو څخه به د هر ډول توکو د ننوتلو او وتلو مخه ونیسي."
فورم \ دبحث خونه