د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د فدرال حکومت بندیدو پنځمه اونۍ پیل شوه


جمهور رئیس ډونالد ټرمپ
جمهور رئیس ډونالد ټرمپ

په داسې حال کې چې د امریکا د فدرال حکومت د تړل کیدو نهه ویشت ورځې کیږي تر اوسه ددې وضعیت د پای ته رسیدو هیڅ نښه نشته.

د امریکا د فدرال حکومت د یو شمیر برخو د تړل کیدو نن د ( جنوري ۱۹) نهه ویشت ورځې شوې او جمهور رېیس ټرمپ په همدې تړاو دموکرات گوند ته یو نوی وړاندیز وکړ.

جمهور رئیس ټرمپ په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې د فدرال حکومت د یو شمیر برخو د تړل کیدو او له مکسیکو سره په سرحد کې د بشړي ناورین په اړه مهمه وینا لري.

د سپینې ماڼۍ او کانګرس تر منځ اختلاف چې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو پر سر دی اوس هم روان دی.

ډانلډ ټرمپ له کانګرس څخه غوښتي دې چې د ۲۰۱۹ کال په بودیجه کې له مکسیکو سره په سرحد کې د دیوال د جوړیدو لپاره ۵.۷ میلیارده ډالر ځانګړي کړي خو دیموکراتان یې دا غوښتنه نه مني.

دیموکراتان وايي له مکسیکو سره په سرحد کې د هر ډول دیوال یا موانع جوړول ډیر لګښت لري او موثریت نشي لرلای.

په داسې حال کې چې د امریکا د فدرال حکومت تړل کیدو د خلکو پر عادي ژوند اغیز کړی ، د سپینې ماڼۍ او کانګرس تر منځ ددې مشکل د هواري هیڅ نښه نه لیدل کیږي.

د فدرال حکومت بندیدل
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:51 0:00

XS
SM
MD
LG