د لاس رسي وړ اتصالات

د ټایوان له رهبرې سره د ټرمپ خبرو د چین غوسه راپارولې


د متحدو ایالتونو منتخب جمهور رئیس، ډونالډ ټرمپ د ټایوان له جمهور رئیسې، تساې اینګ-اون سره د جمعې په ورځ [نوامبر ۲] ټېلفوني خبرې کړي دي.

ټرمپ په دغه ګام سره د ټایوان پروړاندې د امریکا هغه سیاست له پامه وغورځاه چې له مخې یې واشنګټن په کال ۱۹۷۹ کې له تایپې سره خپلې ډيپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي.

د ټایوان د جمهور رئیسې ویاند، الیکس هاونګ په یوه خبرې کنفرانس کې وویل چې دواړو مشرانو په آسیا کې د روانو حالاتو په باب خپل لیدلوري شریک کړل.

هاونګ وویل: "جمهور رئیسې تمه وښودله چې د ټایوان او متحدو ایالتونو اړیکې د دوه اړخیزو خبرو او ارتباطاتو له لارې پیاوړې شي."

دا ښایي لومړی ځل وي چې تر نږدې څلورو لسیزو وروسته د امریکا یو جمهوررئیس یا منتخب جمهور رئیس له یو ټایواني مقام سره دغه ډول اړیکه نیسي.

چین چې ټایوان یو بیلتون غوښتونکی ایالت ګڼي د ټرمپ او د ټایوان رهبرې ترمنځ د خبرو له امله شدیده غوسه ښکاره کړې ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر، وانګ اي یاده ټیلفوني مکالمه د ټایوان له لوري یو "کوچنی چل"بللی دی.

ښاغلي ای خبریالانو ته وویل: "د منتخب جمهور رئیس، ټرمپ او د ټایوان د رهبر ترمنځ خبرې به د "واحد چین" په اړه نړیوال نظر ته بدلون ورنکړي. زه فکر کوم چې د واحد چین تګلاره به بدلون ونه مومي کومه چې د متحدو ایالتونو حکومت له کلونو راپدې خوا تعقیب کړې ده."

د ټایوان دولت د "واحد چین" سیاست نه مني؛ ددغه سیاست له مخې ټایوان د چین د خاروې د یوې برخې په توګه پېژندل کيږي.

XS
SM
MD
LG