د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې دنده پریښوده

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو مشرې، تولسي ګبارډ جمعه مې ۲۲ د دندې پریښودو اعلان وکړ او دلیل یې د خپل خاوند روغتیایي وضعیت ښودلی.

میرمن ګبارډ خپل استعفا لیک جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته استولی او تر څنګ یې دا هم په ډاګه کړې چې خاوند یې، ابرهم ویلیمز تازه تشخیص شوی چې د هډوکو نادره سرطان لري.

د متحده ایالاتو دې جګپوړې استخباراتي چارواکې د اکس په شبکې کې لیکلي چې د امریکا ولس لپاره خدمت کول ورته "ویاړ" دی او د جمهور رئیس ټرمپ څخه یې هم مننه کړې چې " زمونږ د کورنۍ لپاره دا خوار سخت او شخصي وخت یي درک کړیدی".

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د تولسي ګبارډ د استعفا لیک په ځواب کې د هغې د کار ستاینه کړې او لیکلي یې دي چې "مونږ به درپسې خفه یو". ښاغلي ټرمپ همدارنګه د میرمن ګبارډ خاوند ته د رغیدو هیله څرګنده کړې او لیکلي یې دي چې هغه به "ژر ښه شي".

د میرمن ګبارډ استعفا د ۲۰۲۶ کال د جون میاشتې دیرشمې نیټې څخه وروسته د اعتبار وړ ده. هغې ویلی چې غواړي د خپل خاوند په درملنې باندې تمرکز وکړي.


تولسي ګبارډ لیکلي، " زه باید په اوس وخت کې د عامه خدمت څخه لیرې شم چې پدې مبارزې کې د هغه (خاوند) په خوا کې اوسم او بشپړ ملاتړ یې وکړم".

ابرهم ویلیمز فلم جوړونکی او انځورګر دی او په ۲۰۱۵ کال کې یې د تولسي ګبارډ سره واده وکړ.

تولسي ګبارډ د تیر کال فبروري میاشتې راهیسې د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو مشره ده او وړاندې تر دې چې دې مقام ته ونومول شي، د ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د استازو په مجلس کې د هاوایي ایالت استازې وه.
ټاکل شوې چې ایرن لوکاس چې اوس د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د ادارې مرستیال دی، د میرمن ګبارډ تر استعفا وروسته به د دې ادارې سرپرست وي.

د ملي استخباراتو د مشرې په توګه، تولسي ګبارډ د استخباراتو مرکزي ادارې ( سي آی اې)، د تحقیقاتو فدرالي ادارې ( ایف بي آی) د استخباراتو څانګې او ملي امنیت ادارې (ان اس اې) په ګډون د متحده ایالاتو د ټولو ۱۸ استخباراتي ادارو مشري کوله.

دا اداره د امریکا جمهور رئیس ته د ملي امنیت اړوند استخباراتي موضوعاتو په هکله سلا مشورې ورکوي او همدارنګه د ملي استخباراتي هلو ځلو بودجه او لومړیتوبونه تطبیقوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG