د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د بالستیک توغندیو د پروګرام په اړه د امریکا د ملي استخباراتو د مشرې خبرداری

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې، ویلي چې پاکستان د پرمختللو توغندیزو سیستمونو په جوړولو کې پرمختګ کړی، او دا کار ښايي په راتلونکي کې د امریکا خاورې ته ګواښ پیښ کړي.
د امریکا د ملي استخباراتو مشرې، ویلي چې پاکستان د پرمختللو توغندیزو سیستمونو په جوړولو کې پرمختګ کړی، او دا کار ښايي په راتلونکي کې د امریکا خاورې ته ګواښ پیښ کړي.

د امریکا د ملي استخباراتو مشرې، تولسي ګبارډ، ویلي چې پاکستان د پرمختللو توغندیزو سیستمونو په جوړولو کې پرمختګ کړی، او دا کار ښايي په راتلونکي کې د امریکا خاورې ته ګواښ پیښ کړي.

ګبارډ دا خبرې د چهارشنبې په ورځ، د مارچ په ۱۸مه، د امریکا د سنا د استخباراتو کمېټې ته د کواښونو د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وکړې. هغې پاکستان د خپلو توغندیزو وړتیاوو له امله د روسیې، چین، شمالي کوریا او ایران په قطار کې راوستو.

په راپور کې ویل شوي چې پاکستان په زیاتېدونکې توګه د توغندیو پرمختللې ټکنالوژي جوړوي، چې د جنوبي اسیا نه د باندې د رسیدو توان لري. راپور زیاتوي که دا حالت همداسې دوام وکړي، نو پاکستان به توانیږي چې بین الملل براعظمي توغندي جوړ کړي.

ګبارډ امریکايي قانون جوړونکو ته وویل:“د امریکا استخباراتي اداره ارزونه کوي چې روسیه، چین، شمالي کوریا، ایران او پاکستان په داسې نویو او پرمختللو توغندیزو سیستمونو کار کوي چې اټومي او سنتي وسلې لېږدولی شي او زموږ خاورې ته رسېدلی شي.”

په راپور کې دا هم ویل شوي چې اوس مهال شاوخوا ۳۰۰۰ میزایلي ګواښونه شتون لري، خو تر ۲۰۳۵ کال پورې دا شمېر ښايي لږ تر لږه ۱۶۰۰۰ ته ورسېږي.

پاکستاني چارواکي تل ادعا کړی چې د دوی د میزاییلي او اټومي پروګرام هدف یوازې د هند له لوري د امنیتي ګواښونو پر وړاندې دفاع ده او نړیوال اهداف نه لري. خو په پدې راپور کې راغلي چې د هند او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی د اټومي جګړې خطر لري.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG