د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې او سوریې په زلزله کې د مړو شمېر له ۱۱۷۰۰ کسانو پورته شو


په ترکیه او سوریه کې چارواکي وايي چې د زلزلې له کبله د مړه شویو کسانو شمېر ۱۱۷۰۰ ته ورسېده. ژغورونکي لا هم هڅه کوي‌ له کنډوالو څخه انسانان راوباسي.

په ترکیه کې چارواکي او طبي مسئولین وايي چې ۹۰۵۷ کسان په ترکیه کې مړه شوي دي او ۲۶۶۲ نور کسان په سوریه کې مړه شوي دي.

راپورونه وايي چې لا هم په زلزله ځپلو سیمو کې تر نړېدلو ودانیو لاندې د بند پاتې کسانو د ژغورلو عملیات روان دي چې کېدایشي د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

د راپور لمخې د سوریې دولت تر کنټرول لاندې سیمو کې ۱۲۵۰ تنه مړه شوي او ۲۰۵۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

همدارنګه د دغه هیواد د حکومت د وسله والو مخالفینو تر کنټرول لاندې سیمو کې هم ۱۲۸۰ کسان مړه شوي او ۲۶۰۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

دا په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو مرګونې زلزله بلل کیږي. پر همدې مهال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ترکیې په زلزله کې تر ۱۰۰ پوري افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال ضیاء احمد تکل نن چهارشنبه امریکا غږ ته وویل: "بدبختانه تر دا مهاله چې کوم معلومات چې موږ ته رسېدلي دي د ترکیې په زلزلو کې تر ۱۰۰ پوري افغانان شهیدان او زخمیان شوي دي او همدارنګه تر سلو پوري د هغوی کورونه هم تخریب شوي دي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت تیره ورځ د ترکیې او سوريې له زلزلو ځپلو سره د ۱۵ میلیون افغانیو بشري مرستې اعلان وکړ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې وویل چې له یادو پیسو څخه ۱۰ میلیونه افغانۍ د ترکیې او پنځه میلیونه افغانۍ د سوریې د زلزله ځپلو لپاره ځانګړې شوي دي.

دغه وزارت همدارنګه ویلي و چې د اړتیا په صورت کې چمتو دي د زلزلې د ژغورنې په عملیاتو کې برخه واخلي.

تیره ورځ په ترکیه کې مېشت یو شمېر افغانانو امریکا غږ ته وویل چې د ترکیې جنوبي سیمو کې د تیرې دوشنبې ورځې په زلزله کې لسګونو افغانانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فیاض ترکمن په نوم یو افغان امریکا غږ ته وویل چې ۷۰ تنه افغانان مړه شوي او ډیر شمېر لا هم د ودانیو لاندې ورک دي. د هغه په وینا، د ترکیې په لسو زیانمنو شویو ښارونو کې تر ۷۰ زره افغانان اوسیږي او د افغانانو نژدې ۱۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ځمکې پيژندنې ادارې ویلي چې د ریښتر په کچه ۷.۸ او ۷.۵ درجو دوو زلزلو د ترکیې په جنوب ختیځ کې د غازیانتپ او سوریې شمالي سیمو ته ټکانونه ورکړل.

د راپور له مخې ترکیې په زلزله ځپلو سیمو کې د ژغورونکو ټېمونو ۶۰زره پرسونل شتون لري، خو وايي چې ویجاړیو ته په کتو لا نورو ژغورونکو ټېمونو ته اړتیا لیدل کیږي.

XS
SM
MD
LG