د لاس رسي وړ اتصالات

غیر معیاري ودانۍ؛ ترکیې د ۱۳۰ کسانو د نیولو امر کړی  


د ترکیې زلزلې
د ترکیې زلزلې

د ترکیې دعدلیې وزارت د ۱۳۰ کسانو د نیولو حکم کړی دی، ګمان کېږي دا کسان د هغو غیر معیاري ودانیو په جوړلو کې دخیل وو چې د تېرې دوشنبې د ورځې په زلزلې کې نړېدلې دي.

د ترکیې د عدلیې وزیر بکیر بوزداغ نن یکشنبه فبروري ۱۲ (سلواغه۲۳) وویل چې دا کسان د هغو ودانیو د نړېدو له کبله، چې د زلزلې په وړاندې یې مقاومت نه دی کړی، تر عدلي څار لاندې دي.

د ترکیې چارواکو ویلي دي‌ چې لس کسان یې نیولي دي او اوه نور کسان یې ممنوع الخروج اعلان کړي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویدیو خپره شوې ده چې د ستانبول پولیسو د یو ساختماني شرکت مشر محمد یاسر چوسکون مونتینګرو ته تر سفر مخکې نیولی دی.

د چوسکون شرکت د ترکیې د انتاکیا د رونیسان په نامه د استوګنې د یوې سیمې د رغونې یو قراردادي و چې په زلزلې کې نړېدلی دی.

خو هغه ویلي‌ نپوهېږي چې ولې دا ودانۍ نړېدلې او د ده سفر هم د زلزلې له کبله د رامنځ‌ ته شویو پېښو سره کومه رابطه نلري.

ترکیه د ودانیو د جوړولو لپاره د زلزلې ضد په معیارونو برابر قوانین لري خو راپورونه وايي چې دا قوانین په سختۍ پلي کېږي چې د ودانیو د نړېدو یو عامل همدا دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ترکیه او سوریه کې د مړو شویو کسانو شمېر تر ۳۰۰۰۰ اوښتی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارتن ګریفیټس ویلي ممکن دا شمېره نوره هم زیاته شي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ وویل چې په دغو زلزلو کې شاوخوا ۲۶ میلیون انسانان اغیزمن او متاثر شوي.

د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې تېره دوشنبه زلزله وشوه.

XS
SM
MD
LG