د لاس رسي وړ اتصالات

ښايي ترکیه د امریکا په ګډون د لسو هېوادونو سفیران ونه شړي 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلو همکارانو سره
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له خپلو همکارانو سره

د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه د ترکیې د «لیره» ارزښت د اسعارو د تبادلې په مارکیټ کې زیات شو چې د امریکا په ګډون د لسو هېوادونو سفیرانو د ترکیې په کورنیو چارو کې د نه مداخله کولو خبره وکړه.

دغو سفیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې وویل چې د ملګرو ملتونو کنوانسیون ته، چې له دپلوماتانو څخه غواړي د کوربه هېواد په کورنیو چارو کې مداخله ونکړي، درناوی لري.

د ترکیې رسمي اژانس «انادول» وايي‌ چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د کابینې غونډې ته تر تګ مخکې د دغو سفیرانو د اعلامیې «هرکلی» کړی دی.

په همدې ترڅ کې د ترکیې د «لیره» ارزښت د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې له تاریخي ټېټې کچې څخه بېرته پورته وخوت.

تر دې مخکې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د لویدیځو هېوادونو لس مهم سفیران نامطلوب اشخاص اعلان کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، هالنډ،‌ دنمارک، فنلنډ، سویډن، ناروې او نیوزیلنډ سفیران احضار کړي وو. دغو سفیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د ترکیې د یو سوداګر او فعال عثمان کاوالا د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

عثمان کاوالا له ۲۰۱۷راهېسې له کوم جرم پرته زنداني دی. ترکي چارواکي وايي‌ چې هغه د ۲۰۱۶په کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.

د ترکیې ولسمشر د سفیرانو دا اعلامیه «کستاخي» بللې ده او ویلي دي‌ چې هغوی باید «نامطلوب افراد» وګڼل شي.

کله چې کوربه هېواد کوم سفیر نامطلوب اعلان کړي، سفیر مجبور دی چې هغه وطن پرېږدي.

XS
SM
MD
LG