د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د امریکا په ګډون د ۱۰ هېوادونو سفیران نا مطلوب اعلانوي 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان د خپل هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې د لویدیځو هېوادونو لس مهم سفیران نامطلوب اشخاص اعلان کړي.

ښايي دا کار له ترکیې څخه د دغو سفیرانو د وتلو لامل شي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا، فرانسې، جرمني، کاناډا، هالنډ،‌ دنمارک، فنلنډ، سویډن، ناروې او نیوزیلنډ سفیران احضار کړي وو. دغو سفیرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د ترکیې د یو سوداګر او فعال عثمان کاوالا د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

عثمان کاوالا له ۲۰۱۷ راهېسې له کوم جرم پرته زنداني دی. ترکي چارواکي وايي‌ چې هغه د ۲۰۱۶ په کودتا کې په لاس لرلو تورن دی.

د ترکیې ولسمشر د سفیرانو دا اعلامیه «کستاخي» بللې ده او ویلي دي‌ چې هغوی باید «نامطلوب افراد» وګڼل شي.

ښاغلي اردوغان نن شنبه اکتوبر ۲۳ (لړم۱) وویل: «د بهرنیو چارو وزرات ته مې لارښوونه وکړه او وویل چې دا لس سفیران دې ژر تر ژره نا مطلوب اعلان کړي.»

کله چې کوربه هېواد کوم سفیر نامطلوب اعلان کړي، سفیر مجبور دی چې هغه وطن پرېږدي.

XS
SM
MD
LG