د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیې د اوکراین او مسکو ترمنځ د شخړې کمولو لپاره د خبرو وړاندیز وکړ 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان

په داسې حال کې چې لویدیځ په اوکراین د روسیې د ممکنه یرغل د اندېښنې کمولو په اړه خپل اقدامات زیات کړي،‌ د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان کیف ته د سفر په مهال د اوکراین او مسکو ترمنځ د سولې د خبرو د وړاندیز وکړ.

ښاغلي اردوغان د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۳ (سلواغه۱۴) د اوکراین له ولسمشر ولادي میر زیلینسکي سره په ملاقات کې د مسکو او کیف ترمنځ د سولې د خبرو وړاندیز او په دې اړه یې بیا تاکید وکړ.

ښاغلی اردوغان هڅه کوي چې له پوتین سره د خپلو ځانګړو اړیکو له لارې او د کیف سره د قوي همکارۍ لپاره د سولې خبرې برابرې کړي.

د اوکراین ولسمشر د ښاغلي اردوغان د هلو ځلو مننه وکړه او ټېنګار یې وکړ چې چمتو دی په اوکراین کې د سولې راوستلو لپاره په ټولو برخو او مرحلو کې له هر امکان څخه کار واخلي.

ترکیه دا وړاندیز داسې مهال کوي چې مسکو کیف ته د ترکیې له لوري د جنګي بي پیلوټه الوتکو د ورکولو له کبله په انقرې باندې په غوصه دی.

ترکیې او اوکراین نن د بي پیلوټه الوتکو د تولید د زیاتولو یو بل تازه تړون هم لاسلیک کړ.

په همدې حال کې روسیې امریکا تورنه کړې ده چې رومانیا ته د ۱۰۰۰ سرتېرو او پولنډ ته یې د ۲۰۰۰ سرتېرو په استولو سره «شخړې» زیاتوي. ناټو غواړي خپله ختیځه برخه غښتلې کړي.

په داسې حال کې چې مسکو د اوکراین له سرحد څخه خپل ځای په ځای کړي شاوخوا ۱۰۰زره سرتېري نه وباسي، د جرمني او فرانسې مشرانو ویلي چې په مسکو کې له ولسشمر ولادي میر پوتین سره ملاقات ته سترګې په لار دي.

د فرانسې خبري اژانس وايي چې د فرانسې ولسمشر ایمانیویل مکرون په تیلیفون کې له ولسمشر پوتین سره خبرې وکړې، دا به په روانه اونۍ کې د هغه درېیم تیلیفون تماس وي. همدغه راز هغه به د اوکراین له ولسمشر سره هم ملاقات کوي.

تېره ورځ د امریکا ولسمشر جوبایډن وویل: «ترڅو پورې چې د روسیې ولسمشر تهاجي برخورد کوي، موږ به د اروپا په ختیځ کې خپل د ناټو ایتلافیانو ته اطمینان ورکړو چې موږ یو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الکساندر کرشکو په امریکا باندې تاکید وکړ چې « شخړې دې نه زیاتوي» او خبرداری یې ورکړ چې «ویجاړونکی» اقدام به د دواړو غاړو جوړ جاړی ستونزمن کړي.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند جان کربي بیا په دې خبرې تاکید وکړ چې د امریکايي عسکرو استول یوازې د ناټو ایتلافیانو ته ډاډ ورکول دي او امریکايي عسکر به اوکراین ته د جګړې لپاره نه استول کیږي.

روسیې له څو میاشتو راهېسې د اوکراین سره په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰ عسکر ځای په ځای کړي دي او لویدیځ اندېښنه لري چې مسکو په اوکراین برید کوي، خو هغوی وايي چې دداسې کوم پلان نلري.

XS
SM
MD
LG