د لاس رسي وړ اتصالات

پوتین: امریکا او متحدین یې د روسیې امنیتي غوښتنو ته پام نه کوي


د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین د سه شنبې په ورځ فبروري اوله (سلواغې ۱۲) پر امریکا او متحدینونو یې تور ولګاوه چې د ورسیې مهمو امنیتي غوښتنو ته پام نه کوي.

نوموړي زیاته کړه مسکو په پام کې لري چې د اوکراین پر سر د تاوتریخوالو د کمیدو په اړه ډیر مذاکرات وکړي.

دا د تیرې څه باندې یوې میاشتې راهیسې د پیل شويو تاوتریخوالو را وروسته د پوتین لومړۍ څرګندونې دي. نوموړي وړاندیز وکړ چې پر اوکراین د روسیې احتمالي یرغل ممکن قریب الوقع نه وي او حد اقل د دیپلوماسۍ د یو بل پړاو چانس هم احتمال لري.

که څه هم دواړه طرفونه تر اوسه په خپلو موقفونو کلک ولاړ دي او د امتیاز ورکولو لپاره لږ هیلې موجودې وې.

تمه کیږي چې روسیه ډیر ژر د مسکو د غوښتنو د کمیدو په اړه د امریکا د مذاکراتو وړاندیز ته ځواب ووایي او له هغه وروسته به د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلینکن سره وګوري.

لاوروف او بلینکن د سه شنبې په ورځ خبري وکړې او د پوتین او بایډن په موقفونو یې ټینګار وکړ. سپینه ماڼۍ وایي د روسیې د ځواب له ترلاسه کیدو وروسته کیدای شي جوبایډن او پوتین هم خبري‌ وکړي.

د روسیې جمهور رئیس په مسکو کې د هنګري له جمهور رئیس سره په خبري کنفرانس کې د یوه خبریال په ځواب کې وویل، کرملین تر اوسه د روسیې د امنیتي غوښتنو په اړه د امریکا او ناټو ځوابونه چې تیره اوونۍ یې ترلاسه کړي، مطالعه کوي.

خو نوموړي وویل، دا روښانه ده چې غرب د روسیې غوښتنو ته چې غواړي ناټو اوکراین او د پخواني شوروي اتحاد غړو ته ونه غځیږي، روسیې ته نږدې د یرغلیزو وسلو د ځای پرځای کولو ډډه وکړي او اروپا له ختیځ څخه خپل پوځیان وباسي، پام نه کوي.

ښاغلي پوتین وویل که د روسیې د امنیتي اندیښنو په ګډون د ټولو اړخونو د ګټو ‌په اړه بحث وشي، دا امکان لري چې خبري وشي او تاوتریخوالي پای ته ورسیږي.

پوتین وویل:"هیله من یم چې بالاخره د حل یوه لار پیدا کړو، که څه هم موږ فکر کوم دا به آسانه نه وي."

روسیې له اوکراین سره په پوله کې څه باندې ۱۰۰ زره پوځیان ځای پرځای کړي او پر هغه هیواد یې د برید په اړه اندیښنې زیاتې کړي دي. خو مسکو وایي ‌چې د برید پلان نلري.

واشنګټن او متحدینو یې د مسکو مهمې غوښتنې رد کړي دي. هغوی استدلال کوي چې اوکراین د نورو هیوادونو په شان حق لري سازمانونو او اتحادونو سره یوځای شي.

اوکراین اوس د ناټو غړی هیواد ندی او احتمال هم نلري چې ډیر ژر د یاد سازمان غړیتوب ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG