د لاس رسي وړ اتصالات

د اوکراین کړکیچ؛ بایدن ۲۰۰۰ امریکایي پوځیان اروپا ته لیږي


د متحده ایالاتو یو لوړپوړي مقام ویلي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن شاوخوا ۲۰۰۰ پوځیان جرمني او پولنډ ته لیږي او په جرمني کې میشت شاوخوا ۱۰۰۰ امریکایي سرتیري رومانیا ته استوي.

د اوکراین سره په پوله د روسیې د څه دپاسه ۱۰۰ زرو ځواکونو د ځای پر ځای کیدو او پدې هیواد باندې د روسیې د برید په اړه د لویدیځ د اندیښنې په زیاتیدو سره ولسمشر بایډن ویلي چې امریکایي پوځیان به په اوکراین کې میشت نشي، خو ویلي یې دي چې متحده ایالات کیف ته وسلې برابروي چې د خپل ځان څخه دفاع وکړي.

د امریکا د حکومت دغه لوړپوړي مقام نه یې غوښتل نوم یاد شي، ځکه د هغه په وینا اروپا ته د امریکایي پوځیانو د استلو په هکله د ښاغلي بایډن تصمیم تر اوسه په رسمي توګه ندی اعلان شوی.

له دې دمخه د امریکا د دفاع وزارت ویلي وو چې شاوخوا ۸۵۰۰ امریکایي پوځیان د تیارسۍ په حال کې دي چې د اړتیا په صورت کې اروپا ته ولیږل شي. متحده ایالات له پخوا څخه د ۷۵ زرو او ۸۰ زرو ترمنځ پوځیان په متحدو اروپایي هیوادونو کې ځای پر ځای کړي دي.

متحده ایالات او روسیه د اوکراین د کړکیچ په هکله په خبرو بوخت دي خو تر اوسه یې کومه خاصه نتیجه نده ورکړې.

پدې ترڅ کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، د سه شنبې په ورځ فبرورۍ اوله (سلواغې ۱۲) وویل چې امریکا او متحدینو یې د مسکو عمده امنیتي غوښتنې له پامه غورزولي دي. هغه وویل چې په ناټو کې د اوکراین نه منل او د روسیې له پولو څخه د ناټو سازمان د وسلو لرې کول د مسکو عمده غوښتنې دي.

له بلې خوا د هالنډ صدراعظم مارک رته، د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ دوهمه (سلواغې ۱۳) د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکی، سره له کتنې وروسته د خبرو په دوام باندې په ټینګار سره وویل چې: "څرګنده ده چې د اوکراین پر وړاندې نور تاوتریخوالی به جدي پایلې ولري."

د اوکراین د پولو په اوږدو کې د روسيې ځواکونو ځای پر ځای کیدو د اوکراین اقتصاد له دمخه څخه تر فشار لاندې راوړی، خو ښاغلی زیلینسکي وویل چې حکومت یې د بازار او د اوکراین د پولي واحد د ثبات لپاره اقدامات کړي دي. هغه ټینګار وکړ چې اوکراین خپلې دفاغي او رزمي وړتیاوی غښتلې کړي، خو وویل: "د سولې او زمونږ د خاورې د اشغال د مخنیوي په اړه یواځې په دپلوماتیکو لارو چارو فکر کوو."

XS
SM
MD
LG