د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او قطر په ګډه د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو مدیریت ته تیار دي


د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ترکي مقاماتو د دوشنبې په ورځ ډسمبر په ۲۰ (لیندۍ ۲۹) ماښام د قطري مقاماتو سره وکتل او غواړي یوځای کابل ته ولاړ شي چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت د رسمي موافقې په هکله د طالبانو له حکومت سره خبرې وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو، د دوشنبې په ورځ د خپل مالیزیایي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد یې او قطر ژمنه کړې چې په افغانستان کې د کابل د نړیوال هوایي ډګر په ګډون د پنځه هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره ګډ کار وکړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل: "پدغه چوکاټ کې به د افغانستان موقت حکومت ته ګډ وړاندیزونه وړاندې شي. زمونږ همکاران نن شپه دوحې ته ځي او له هغه ځایه به سره یوځای کابل ته ولاړ شي تر څو په موضوع د [طالبانو] موقت حکومت سره بحث وکړي."

ترکیې حتی د افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو دمخه د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت او د امنیت د تامین لپاره تیاری ښودلی و.

پر افغانستان باندې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته د ترکیې او قطر د تخنیکي ټیمونو متخصصینو د کابل د هوایي ډګر په بیرته پرانستلو او پروازونو ته په تیارولو کې همکاري وکړه.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر وویل چې یو ترکي او یو قطري شرکت د کابل د هوایي ډګر په ګډون د افغانستان د پنځو هوایي ډګرونو د مدیریت لپاره یو تفاهم لیک لاس لیک کړی دی. هغه د نورو څلورو هوایي ډګرونو نومونه ذکر نه کړل.

ښاغلي چاووش اوغلو زیاته کړه: "که زمونږ شرایط ومنل شي، کولای شو هوایي ډګر له قطر سره مدیریت کړو، که شرایط مو ونه منل شي، د هغه د مدیریت لپاره هیڅ ډول اجبار نشته."

ښاغلي چاووش اوغلو همداشان وویل چې د نورو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره یوځای کابل ته د هغه سفر باندې لاهم بحث کیږي.

له دې دمخه د رویترز اژانس رپوټ ورکړی و چې د متحده عربي اماراتو مقاماتو – د قطر سیالانو- هم د کابل د نړیوال هوایي ډګر د مدیریت لپاره د طالبانو سره تماس نیولی دی.

که څه هم چې د کابل د نړیوال هوایي ډګر مدیریت لږې اقتصادي ښیګڼې لري خو هر هغه هیواد ته چې هغه وچلوي دا فرصت په لاس ورځي چې د هغو خلکو په اړه معلومات ټول کړي چې افغانستان ته تګ راتګ کوي.

XS
SM
MD
LG