د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د کابل د هوایي ډګر د عملیاتي چارو لپاره د څو بهرنیو شرکتونو سره خبري کوو


د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت چارواکي وايي، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د عملیاتي چارو د سمبالولو لپاره د بهرنیو هیوادونو پر ځای د بهرنیو شرکتونو سره خبرې وروستي پړاو کې دي، چې تمه ده ژره به په اړه پریکړه وشي.

د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي د جمعې په ورځ امریکا غږ سره په مرکه وویل، چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د عملیاتي چارو د سمبالولو لپاره خبرې د بهرنیو شرکتونو سره په وروستي پړاو کې دي او هر هغه شرکت، چې له نورو یې افغانستان ته ګټه زیاته وي ورسره به تړون لاسلیک شي.

ښاغلي احمدي وویل: "د هیوادونو نومونه اخیستل به وړاندې له وخت څخه وي، قرارداد کیږي د شرکتونو سره چې په نړیوال سټنډرد باندې شرکت وي دغسې یو شرکت سره قرارداد کیږي نو مختلفو شرکتونو سره مونږ په خبرو لګیا یو".

د تیرې چهارشنبې په ورځ د ترکیې دولتي تلویزیون د دغه هیواد د جمهور رئیس رجب طیب اردوغان له قوله ویلي وو، چې یو ترکیې شرکت او یو بل قطري شرکت به په ګډه د کابل د نړیوال هوايي ډګر چارې سمبال کړي.

ښاغلي اردوغان د قطر له دوه ورځني سفره تر ستنېدو وروسته خبریالانو ته وویل، ترکیې شرکت به له یو بل سره او همدا راز له طالبانو سره خبرې وکړي. هغه دا هم وویل، که مناسب شرایط په تېره بیا امنیتي شرایط برابر وو، دا شرکت به د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو بهیر پر مخ بوځي.

خو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وویل، چې قرارداد د حکومتونو پر ځای د شرکتونو سره کیږي: "...مونږ تراوسه د هیڅ یو شرکت سره هم خبره نهايي کړې نه ده مونږ خپلو ملي ګټو ته ژمن یو، کوم شرکت چې زمونږ ملي ګټې ښه تامینوي د هغه سره به قرارداد کوو انشاالله وروستي پړاو ته نږدې شوي یو. د مشرانو چې څه تصمیم وو هغسې به کیږي".

دمخه متحده عربي اماراتو هم د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو د تنظیمولو لپاره چمتووالی ښوولی و. اوس مهال د کابل نړیوال هوايي ډګر ته یوازې د ورځې په اوږدو کې الوتنې کیدلی شي.

د کام ایر هوايي شرکت نوي ډهلي ته الوتنې پیل کوي

دوه افغان هوايي شرکتونه اوس مهال د کابل – دوبۍ، کابل - ابوظبۍ، کابل – مشهد ، کابل – اسلام اباد تر منځ الوتنې کوي. د کام ایر شرکت ویلي، چې وروسته د نږدې څلورو میاشتو د جمعې په ورځ د کابل – نوي ډهلي ترمنځ هم لومړۍ الوتنه کوي.

خو د ترانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، نوي ډهلي ته دا الوتنه چارتر الوتنه ده.

ښاغلي احمدي وویل: "د کام ایر هوايي شرکت په دې تیرو دریو او درې نیمو میاشتو کې هندوستان ته نورمال پروازونه نه درلودل زمونږ د معلوماتو له مخې نن یې لومړنی چارټر پرواز دی".

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له کابل څخه یې په یو چارتر شوې الوتکه کې لسو هندي اتباعو په ګډون ۹۴ تنه، چې افغان سکان او هندوان هم په شامل دي د جمعې په ورځې هند ته انتقال کړي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق د خپل ټویټر په پاڼه لیکي، چې په دغه الوتنه کې به د نوي ډهلي څخه هغه افغانان هم کابل ته انتقال شي، چې د اوږدې مودې لپاره د الوتنو د نشتون له امله په هندوستان کې بند پاتې وو.

ښاغلي وثیق ویلي، چې د کام ایر په الوتکه کې به له هند څخه په کابل کې د اندراګاندي په نوم د ماشومانو روغتون ته درمل هم انتقال شي. د طالبانو دغه چارواکي ویلي چې هند په سیمه کې مطرح هيواد دیا او د افغانستان او هند اړيکي ډیري حياتي دي.

په افغانستان کې پخواني رژیم د ړنګیدو وروسته د هند او افغانستان ترمنځ الوتنې بندې شوي دي. د علي افغان په نوم یو مسافر، چې وايي د څو میاشتو راهسیې په هند کې بند پاتې دی، امریکا غږ ره په مرکه کې د ملګروملتونو وغوښتل چې وطن ته په ستنولو کې دې ورسره مرسته وکړي.

ښاغلي افغان وویل: "دوه میاشتې کیږي، چې په هند کې بند پاتې شوی یم، د هند حکومت چمتو دی، چې د ملګروملتونو او یا د قطر په الوتکو کې مونږ ته د انتقال زمینه برابره کړي".

نږدې دوه میاشتې وړاندې په نوي ډهلي کې د افغانستان سفارت د ایران له لارې وطن ته د لسګونو افغانانو د انتقال زمینه برابره کړه خو لا هم په دغه هیواد کې په سلګونو افغانان، چې اکثره هند ته د درملنې لپاره تللي وو بند پاتې دي.

XS
SM
MD
LG