د لاس رسي وړ اتصالات

اردوګان: د خاشقجي د قتل جریان پنځو هیوادونو سره شریک شوی


د ترکیې جمهور رئیس رجب طیب اردوګان، د شنبې په ورځ (نوامبر ١٠) وویل چې د سعودي عربستان د ژورنالیست جمال خاشقجي د قتل ثبت شوی جریان یې له بریتانیا، فرانسې، جرمني، سعودي عربستان او د امریکا د متحده ایالاتو سره شریک کړی.

تر اوسه ددغو پنځو هیوادونو څخه هیڅ یو یې ندي تائید کړي چې د جمال خاشقي د وژل کیدو په هکله یې ثبت شوي غږونه تر لاسه کړیدي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر داوود چاووش‌اوغلو، د روانې اونۍ په پیل کې ویلي وو چې د هغوی حکومت د خاشقجي د وژل کیدو په هکله زیات معلومات ترلاسه کړي او د پلټنو د بشپړیدو وروسته به ښایي لاس ته ورغلي شواهد په ډاگه کړي.

پدې ترڅ کې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په پاریس کې د فزانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون سره موافقه وکړه چې سعودي عربستان باید د ښاغلي خاشقجي د قتل په هکله "پوره رڼا" واچوي. د فرانسې او امریکا مشرانو همداشان ټینگار وکړ چې د ښاغلي خاشقچي د قتل موضوع باید نور د منځني ختیځ ثبات په خطر کې وانچوي.

د سعودي عربستان د منتقد ژوژنالیست جمال خاشقجي قتل پراخ نړیوال غبرگونونه درلودل او د سعودي سلطنتي دولت ته یې سرخوږی جوړ کړی.

جمال خاشقچي د ٢٠١٨ کال د اکتوبر په دوهمه د واده د اسنادو د ترلاسه کولو لپاره په استانبول کې د سعودي عربستان قونسلگرۍ ته تللی و او هملته وژل شوی خو مړی یې تر اوسه ندی پیدا شوی.

امریکایي مقاماتو همداشان د سعودي عربستان نه غوښتي چې د ښاغلي خاشقجي د مړي ځای څرگند کړي او ډیر ژر یې د هغه کورنۍ ته وسپاري.

ترکي مقاماتو ویلي چې خاشقجي وروسته له هغې چې په استانبول کې د سعودي عربستان په قونسلگرۍ کې ووژل شو مړی یې "ټوټه ټوټه" شوی او یو نامعلوم لورې ته انتقال شوی دی.

ریاض په لومړي سر کې د ترکي مقاماتو ادعاوې رد کړې خو د نړیوالو فشارونو وروسته یې ورو ورو تائید کړل چې دغه ژورنالیست په عمدي توگه په استانبول کې د سعودي په قونسلگرۍ کې وژل شوی دی.

خو د سعودي له تائید وروسته هم پر ریاض باندې نړیوال فشارونه راکم نشول. اوس هم دغه شاهي دولت د نړیوالو فشارونو په ځانگړې توگه د بریتانیا، فرانسې، جرمني او تر یوه حده د امریکا له لورې تر فشار لاندې دی.

XS
SM
MD
LG