د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه د افغانستان او پاکستان د مشرانو د غونډې کوربتوب کوي


جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران خان
جمهور رئیس رجب طیب اردوغان او د پاکستان صدراعظم عمران خان

د ترکیې جمهور رئیس وایي د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د پاکستان او افغانستان د مشرانو د غونډې کوربتوب کوي.

جمهور رئیس رجب طیب اردوغان دا څرگندونې ترکیې ته د پاکستان د صدراعظم عمران خان د سفر په ترڅ کې کړې دي.

ښاغلي اردوغان د جمعې په ورځ په انقره کې د پاکستان د صدراعظم عمران خان سره په یو گډ خبري کنفرانس کې وویل چې تمه ده دغه غونډه د ترکیې د محلي انتخاباتو نه وروسته وشي.

ښاغلي اردوغان وویل "که خدای غوښتل په استانبول کې دغه درې اړخیزه غونډه به د مارچ د میاشتې د ٣١مې نیټې د ټاکنو وروسته جوړه شي".

ښاغلي اردوغان وویل "باور لرم چې د افغانستان، پاکستان او ترکیې ترمنځ دغه درې اړخیزه غونډه به د زیاتو نارضایتو د له منځه وړلو لپاره گټوره وي".

پدغه خبري کنفرانس کې عمران خان هم خبریالانو ته وویل، هیله من دی دا غونډه د افغانستان د سولې سره چې ورته ډیره سخته اړتیا ده، مرسته وکړي.ترکیې پخوا هم د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ د غونډو کوربتوب کړی.

د افغانستان د سولې په اړه هڅې پدې تیرو څو میاشتو کې گړندۍ شوي او په مسکو او ابوظبي کې د طالبانو د استازو په گډون غونډې شوې دي، خو پدغو غونډو کې د افغانستان دولت په رسمي توگه حضور نه درلود.

XS
SM
MD
LG