د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان وايي په سعودي کې هم له افغان استازو سره نه ګوري


په‌داسې حال کې چې افغان چارواکي په سعودي‌ عربستان کې له طالبانو سره د سولې د مذاکراتو د یوې نوې غونډې لپاره چمتوالی نیسي، طالبانو خبرداری ورکړی چې د دوی استازي به د افغان حکومت له استازو سره خبرې ونه‌کړي.

تمه کیږي چې د سعودي، عربي اماراتو، پاکستان،‌ متحدو ایالتونو، افغانستان او د طالبانو استازي به راتلونکې میاشت په عربستان کې سره راغونډ شي.

طالبانو د شنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې له افغان حکومت سره د سولې لپاره د دوی دریځ نه‌دی بدل شوی او دوی به په سعودي کې له افغان چارواکو سره ونه‌ګوري.

دوه اونۍ وړاندې هم، د طالبانو استازو په ابوظبي کې له افغان استازو سره ونه لیدل او یوازې له امریکايي، پاکستاني او عرب چارواکو سره یې خبرې وکړې.

که څه هم چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر، افغان الاصله دیپلمات زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې خپل سلاکار ټاکلی، خو امریکايي چارواکي‌ ټینګار کوي‌ چې د افغانستان د سولې تړون باید د افغان حکومت او طالبانو تر منځ وشي.

ولسمشر محمد اشرف غني په وارو طالبانو ته له شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز ورکړی، خو طالبان وايي یوازې له امریکا سره د جګړې د ختمولو خبرو ته کښیني.

XS
SM
MD
LG