د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړېده چې د ملتپالو ترکي ځوانانو داسې یو تقوا لرونکی نسل به وروزي چې اسلامي ارزښتونو ته ژمن وي. خو سیاسي شنونکي وايي د ۲۰۲۳ کال په ټاکنو کې به د هغه لویه ننګونه د ځوانانو د رایې ترلاسه کول وي.
د استانبول د ښار د بیشکتس په مرکزي سیمه کې د فوټبال نارینه مینه وال او فیمنستې ښځینه مظاهره کوونکې په سختۍ سره یوځای راټولیږي. خو اقتصادي بحران او په فردي ازادیو باندې د محدودیتونو د لګېدلو له امله دوی د اختلافي مسایلو پرځای ډیرې مشترکې ستونزې لري. دوی د ځوانانو په توګه د فشار احساس کوي.
زده کوونکې سیله وايي: "مونږ د اقتصادي بحران ژورې اغېزې حس کوو، په عین وخت کې د ځوانو ښځو په توګه په خپل ژوند باندې هم ډیر فشار حس کوو."
انفلاسیون ډیر شوی، او دیرش فیصده ځوانان وزګار دي. ځوان هټۍ وال مصطفی وايي اقتصاد د ترکیې مهمه ستونزه ده.
هغه وویل : "د ترکیې مهمه ستونزه اقتصاد دی. زمونږ پیسې ورځ تربلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي، اقتصاد مو خرابیږي. زه فکر نه کوم چې په نږدې راتلونکي کې به وضعیت ښه شي، تر هغه وخته چې حکومت بدل نشي وضعیت به همداسې وي. اتلس کاله کیږي چې عین حکومت لرو."
په دې وروستیو کې په یوې ترسره شوې سروې کې معلومه شوې چې زیات ځوان رایه ورکونکي نه یواځې د اقتصاد بلکې د بیان په ازادۍ باندې د زیاتېدونکو محدودیتونو له امله ناخوښ دي. دغه سروې په استانبول کې میشتې د استانبول د اقتصادي څېړنو په نامه ټولنې له خوا ترسره شویدې.
د دغې ټولنې یو مسئول کن سلجوقي وايي: "دوی ته راتلونکي سخت ښکاري او هیله مندي ورته نه لري، په همدې خاطر هڅه کوي چې د موجود نظام په وړاندې خپله نارضایتي وښيي. دوی د کوم ژغورونکي د پیداکولو په لټه کې نه دي، بلکه خپل ځانونه ژغورونکي بولي. دوی غواړي چې په مدني ټولنه کې برخه واخلي او غواړي چې د ستونزو د حل لپاره خپلې لارې چارې وړاندې کړي. "
ولسمشر رجب طیب اردوغان ژمنه کړې چې په خپلې دوره کې به د دیني ښوونځیو په زیاتولو سره، دین او وطن ته د پابنده ځوانانو یو تقوا لرونکی نسل وروزي.
ځوانان همدارنګه شکایت کوي چې د ترکیې مهمې رسنۍ د اردوغان د پلویانو له خوا کنټرولیږي.
دوی تر ډیره په ټولنیزو رسنیو اتکا کوي. ځینې شنونکي وايي د ځوانو رایه ورکونکو ترمنځ انګېرنه داده چې حکومت د مهمو موضوعګانو په حل کولو کې ناکام دی.
د یدتپیې د پوهنتون ښوونکې دیمیت لوکوزلو وايي:" د ټول نفوس سل په سلوکې کنټرولول ستونزمن کار دی. ځکه د ځوانانو مشکلات نه دي حل شوي، د پوهنې د سیستم ستونزې پرخپل ځای پاتې دي، او د ځوانانو د بې روزګارۍ ستونزه هم پرخپل ځای ده."
ځوانانو دوه کاله مخکې کیڼ اړخي سیاستوال اکرام امام اوغلو ته په رایې ورکولو سره نوموړی د استانبول د ښاروال په توګه غوره کړ او په دغه ښار باندې یې د اردوغان د ګوند ۲۵ کلنه واکمني ختمه کړه.
ښاغلی اردوغان هم په ټولنیزو رسنیو کې د ویډیوګانو د خپرولو او له ځوانانو سره د غونډو د جوړولو له لارې غواړي چې د دوی ملاتړ جلب کړي.
خو له نظر پوښتونو، ښکاري چې ځوانان نه یواځې د اردوغان بلکه د ټولو سیاسي ګوندونو د ملاتړ په هکله زړه نازړه دي.