د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسوي تلویزیون د ښکلا ملکې کاندیدانو د نیمه بربنډې ویډیو د خپرولو له کبله جریمه شو


عکس: ارشیف
عکس: ارشیف

د فرانسې یوې محکمې د دغه هېواد یو تلویزیون ته حکم کړی چې د فرانسې د ښکلا د ملکې د انتخاب په سیالیو کې دوو ګډون کوونکو ښځو ته له دې کبله لسګونه زره یورو تاوان ورکړي چې د هغوی ویډیو یې په داسې حال کې ښودلې چې سینې یې لوڅې دي.

د فرانسې د ټي‌اف۱ په تلویزیون کې د ښکلا د ملکې د سیاليو دغه دوې ګډون کوونکې ښودل شوي چې د ستیژ ترشا جامې اغوندي او نیمې لوڅې دي.

د لیل ښار د محکمې د چهارشنبې دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۱۲) د پرېکړې له مخې، هرې یوې ښځې ته به د تلویویون له خوا د هغوی "شخصي ژوند او عزت ته د صدمې رسېدو" په خاطر ۴۰ زره یورو (۴۳ زره ډالر) تاوان ورکړل شي.

د محکمې قاضیانو وویل، د ۲۰۱۸ کال په خپرې شوې ویډیو کې دواړې ښځې په نیمه بربنډ حالت کې واضح تشخیص کیږي.

دغو ښځو ویلي چې تلویزیون ته یې د خپلو بربنډو تصویرونو اخیستلو اجازه نه وه ورکړې او د قضیې په اړه یې محکمې ته عریضه کړې وه.

د ښځو وکیلانو، کاترین لافورټ او وایلین ډی فیلیپیس وویل چې د لباس بدلولو په خونه کې یوه کامره "پرته له دې چې دوی خبرې وي" ځای په ځای شوې وه.

وکیلانو په یو بیان کې وویل: "د محکمې دا ډول حکمونه مهم دي، ځکه چې دا واضح کوي چې [د ښکلا د ملکې د سیالیو] د کاندیدانو اندامونه او په عموم کې ښځې د [تلویزیوني] تولیدي شرکتونو په اختیار کې توکي ندي."

لافورټ او ډی فیلیپیس زیاته کړه چې د ۲۰۱۸ کال د فرانسې د ښکلا د ملکې د سیالیو فاینل د شاوخوا اته میلیونو کسانو له خوا لیدل شوی دی.

دوی وویل چې د موکلینو نیمه بربنډه ویډیو یې "تر نن ورځې پورې [په ټولنیزو رسنیو]، او په ځانګړي ډول د فحش په وبسایټونو کې شریکه کیږي."

د ټي‌ایف۱ تلویزیون او د هغه شریک انډیمول تولیدي شرکت په دې اړه د فرانس پرس غوښتنو ته سمدستي ځواب ندی ویلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG