د لاس رسي وړ اتصالات

لوګر کې د هاوان مرمیو لګېدو دوه ماشومان وژلي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د لوګر په محمد آغې ولسوالۍ کې پر يوه کلي د هاوان مرميو د لګېدو په نتيجه کې دوه ماشومان وژل شوي او نهه نور ملکي وګړي چې ماشومان هم په کې شامل دي، ټپيان شوي دي.

د محمد آغې ولسوال نورمحمد عبيدي د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر پر۱۸مه«وږې۲۷مه» امريکاغږ ته وويل، چې دغه پېښه پرون له غرمې وروسته هغه مهال شوې، چې د دهنو سيمې د لشکرخېلو پرکلي د هاوان څلور مرمۍ ولګيدلې.

ولسوال عبيدي وويل، چې د هاوان دغه مرمۍ په سيمه کې د طالبانو له لوري فير شوي، خو ويې نه ويل چې له کوم لوري او يا له کومې سيمې ويشتل شوي دي.

د لوګر امنيه قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي د يادې پېښې په تاييد سره وويل، چې تر اوسه دا څرګنده شوې نه ده، چې هاوان طالبانو ويشتلی او که څنګه، خو زياته يې کړه چې په سيمه کې ولسي پاڅوانوال امنيتي پوستې لري.

هغه وويل، چې د دې پېښې د لا ښه څرنګوالي په خاطر پلاوی ټاکل شوی او د تحقيقاتو په نتيجه کې به يې معلومات له رسنيو سره شريک کړي.

په ورته وخت کې د سيمې يوه اوسېدونکي محمد رحيم وويل، چې هاوان په سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري ويشتلي او غوښتل يې چې طالبان په نښه کړي خو د ملکي خلکو پر کورونو لګيدلي.

طالبانو تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې مخکې هم په همدغه ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو ترمنځ د نښتې په نتيجه کې د ښوونځي يوه زده کوونکې وژل شوې او يوه بله ټپي شوې وه.

XS
SM
MD
LG