د لاس رسي وړ اتصالات

په هند کې دوه افغانان د هیروینو د قاچاق په تور نیول شوي 


د هند د ګجرات ایالت سرحد
د هند د ګجرات ایالت سرحد

هندي چارواکي‌ وايي چې د ګجرات ایالت یو سرحد کې یې درې ټنه هیروین کشف او نیولي دي.

هندي چارواکو د سه شنبې په ورځ سپتمبر ۲۱ (وږي۳۰) وویل چې د نیول شویو هیروینو ارزښت ۲.۷۲ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

وايي دا هیروین پنځه ورځې مخکې د ایران له بندر عباس څخه د ګجرات موندرا بندر ته انتقالېدل چې ونیول شول.

یو هندي چارواکي چې نوم یې نه دی اخیستل شوی رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې دوه افغانان د دغو هیروینو د قاچاقو په تور نیول شوي دي.

یوه رسمي‌ بیانیه وايي چې نیول شویو افغانانو د تجارت جواز درلوده او د افغانستان د قیمتي ډبرو په نامه یې د ایران له لارې هند ته هیروین قاچاق کړي وو او پلان یې لره چې نوي ډیلي ته یې ورسوي.

د دغو افغانو نوم او شهرت څرګند شوی نه دی.

د هند د عوایدو استخباراتي څانګه وايي چې دوی په دې اړه مخکې له مخکې خبر شوي‌ وو او دمعلوماتو په اساس یې اقدام کړی دی.

XS
SM
MD
LG