د لاس رسي وړ اتصالات

هرات او بلخ کې د کروناویروس تشخیص مرکزونه پرانیستل کیږي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د کروناویروس د تشخیص لپاره د دغه وزارت د ظرفیت لوړولو په برخې کې هڅې روانې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې په پام کې ده تر څو د کروناویروس د تشخیصولو لپاره په هرات او بلخ ولایتونو کې دوه سیمه ییز مرکزونه جوړ او ګټې اخیستلو ته چمتو کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن چهارشنبه (کب ۲۸) خبریالانو ته وویل: "په کابل کې خپل ظرفیت دوه برابره لوړوو. د بلخ او هرات سیمه ییز لابراتوارونه چمتو شوي، زموږ پلاوي ورغلي او یوازې د روغتیا نړیوال بنسټ تصدیق پاتې دی."

ښاغلي مایار زیاته کړه چې د دغو مرکزونو په پرانیستلو به شکمنې پېښې د کابل په ځای په همدې مرکزونو کې تشخیص شي.

هغه دا هم زیاته کړه چې هیڅ خصوصي روغتون د دغه ویروس د تشخیصولو حق نه لري او دوی یې مخه نیسي.

چین، ایټالیا، ایران او هسپانیا کې تر ټولو ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي او مړینه هم پکې ډېره ده.
چین، ایټالیا، ایران او هسپانیا کې تر ټولو ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي او مړینه هم پکې ډېره ده.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وویل چې دوه خصوصي روغتونونو د درې زره افغانیو په بدل کې له خلکو غوښتلي چې د کروناویروس باندې د شکمنو پېښو ناروغان معاینه کړي.

د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې وروسته چې په چین او له هغه وروسته په تېرې میاشتې کې د کروناویروس د نړۍ دېر شمېر هېوادو ته ورسېده عام خلک یې د کلک ذهني فشار لاندې نیولي دي.

د طب ډاکټران وايي دغه ویروس دومره ګواښونکی نه دی هغومره چې خلک یې په اړه اندېښمن دي. ډاکټران بیا په دې هم ټینګار کوي چې شخصي حفظ الصحې ته باید په جدي توګه پاملرنه وشي تر څو د دغه ویروس د لا خورېدو مخه ونیول شي.

افغانستان کې تر اوسه دغه ویروس باندې د اخته کسانو شمېر ۲۲ تنو ته رسېدلی خو په وروستیو ۲۴ ساعتونو کې هیڅ مثبته پېښه نه ده ثبته شوې.

د نړۍ په کچه تر اوسه نیږدې ۲۰۰ زره کسان په دې ویروس اخته شوي او پکې نیږدې اته زره کسان مړه شوي خو ۸۲ زره کسان د کرونا ویروس نه بیرته عادي روغتیايي حالت ته رسېدلي.

چین، ایټالیا، ایران او هسپانیا کې تر ټولو ډېر خلک په دې ویروس اخته شوي او مړینه هم پکې ډېره ده.

افغانستان کې له ۲۲ مثبتو پېښو، تر اوسه هیڅ ناروغ خپل ژوند له لاسه نه دی ورکړی.

XS
SM
MD
LG