د لاس رسي وړ اتصالات

د کویټ په پارلماني ټاکنو کې دوه میرمنو د پارلمان څوکۍ وګټلې 


د کویټ ملي شورا
د کویټ ملي شورا

د کویټ په ملي شورا کې دوو میرمنو وروسته له هغې څوکۍ ترلاسه کړې چې ددې هیواد په پارلماني ټاکنو کې د حکومت مخالفو ډلو اکثریت ترلاسه کړ. دا په یوه لسیزه کې د کویټ شپږم پارلمانۍ انتخابات دي.

د پنجشنبې د ورځې سپتمبر ۲۹ (تلې ۷) د انتخاباتو نتیجې چې نن د جمعې په ورځ اعلان شوې ښیي چې پدغو انتخاباتو کې د کویټ د پارلمان د ۵۰ څوکیو څځه ۲۸ څوکۍ پداسې حال کې د مخالفو کاندیدانو لخوا وګټل شوې چې د دریو پخوانیو وزیرانو په ګډون ۲۰ پخواني وکيلان له کاره ګوښه کړای شول.

د کویټ د رسمي خبري اژانس په وینا دغو ټاکنو ته د ۲۲ ښځو په ګډون ۳۰۵ تنو ځانونه کاندید کړي وو. ۲۳ پخوانیو وکیلانو وکړای شول چې خپلې څوکۍ وساتي او ۲۷ تنه نوي ددې شورا غړيتوب ته ټاکل شوي دي.

کویټ، چې له عراق، سعودي عربستان او ایران سره پوله لري او د نړۍ د تیلو له سترو صادرونکو هیوادونو څخه دی، په ۱۹۶۲ کال کې د پارلماني نظام له تصویب راهیسې ۱۸ ځلې ټاکنې ترسره کړي دي چې پدې هیواد کې د پرله پسې سیاسي کړکیچونو ښکارندويي کوي.

د ۲۰۲۰ کال وروسته چې د کویټ پارلمان ته ټول نارینه ټاکل شوي وو دا ځل د پخوانیو ښځینه وزیرانو جینان بوشهري او عالیه الخالد په بریا سره په پارلمان کې یو ځل بیا ښځو حضور پیدا کړ. کویټ هېڅکله هم په پارلمان کې له څلورو څخه زیاتې ښځې نه درلودې.

پدغو ټاکنو کې شیعه کاندیدانو نهه څوکۍ ګټلې، په داسې حال کې چې اسلامپالو - سلفیانو، د اخوان المسلمین غړو او خپلواکو کاندیدانو اته څوکۍ ګټلې دي.

د کویټ د پارلمان پخواني رئیس ۸۷ کلن احمد سعدون د پارلمان سره له یوې لسیزې پریکون وروسته بیرته راستون شو.

د کویټ د حکومت یو شمیر مخالفو ډلو د انتخاباتو سره پریکون وروسته له هغه پای ته ورساوه چې ولیعهد شیخ مشعل الاحمد الجابر الصباح ژمنه وکړه چې په انتخاباتو یا نوي پارلمان کې به د چارواکي لاسوهنه نه کوي.

د حکومت د اپوزیسیون ډیر شخصیتونه په تیرو لسو کلونو کې له ټاکنو څخه پدې خاطر بهر پاتې شوي وو چې د هغوی په اند اجرائیوي چارواکو د پارلمان په کارونو کې لاسوهنه کوله.

دا رپوټ د فرانس پرس خبري اژانس د خبر په اساس جوړ شوی.

XS
SM
MD
LG