د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو څار سازمان: طالبانو د افغانانو بایومتریک معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی


د بشري حقونو څار سازمان وایي طالبانو اوس داسې سیستمونو ته لاسرسی پیدا کړی چې پکې حساس بایومتریک معلومات شامل دي او دې کار د زرګونو افغانانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

دغه سیستم چې مرسته کوونکو غربي هیوادونو د تیر کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې پریښود، د سترګو د عکسونو، د ګوتو د نښان، دندو، د کورونو د ادرسونو او د خپلوانو د نومونو په ګډون د افغانانو خصوصي معلومات لري.

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل راپور کې چې د چهار شنبې په ورځ مارچ ۳۰ (وري لسمه) خپور کړی ویلي طالبان به ددې معلوماتو په مرسته وتوانیږي چې خپل مخالفان په نښه کړي او ښايي په یو شمیر مواردو کې یې استفاده هم ورڅخه کړې وي.

د متحدو ایالتونو په شان بهرنیو هیوادونو او د ملګرو ملتونو او نړیوال بانک په شان نړیوالو بنسټونو دا سیستمونه تمویل کړي او په جوړیدو کې یې مرسته کړې ده.

په دې راپور کې راغلي چې افغانستان د معلوماتو د حفاظت قانون نلري او که یې درلودلی هم وای داسې تضمین نشته چې ساتنه ورڅخه شوې وای.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي دي له ۱۶ کارپوهانو سره چې د افغانستان د بایومتریک سیستمونو په اړه یې بلدتیا درلوده خبري کړي دي چې پکې شپږ قاضیان، د بشري حقونو او خصوصي حریم پنځه څیړونکي، د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي، دوه امریکایي نظامیان چې په افغانستان کې یې ماموریت ترسره کړی، شامل دي.

یوه پخواني پوځي چې لا هم په افغانستان کې دی د بشري حقونو څار سازمان ته ویلي دي چې طالبانو په نومبر میاشت کې نوموړی د ۱۲ ورځو لپاره ونیو او او د ګوتو د معلوماتو د راټولولو د وسیلې په مرسته یې د ګوتو نښې او د سترګو عکس واخیست.

دغه پخواني پوځي ویلي دي:" هغوی ماته وویل چې د ګوتو نښان دې اخلو څو ووینو چې پوځي وې که نه او که یې تائید کولی شوای، ممکن زه یې وژلی وای. زه ډیر بختور وم چې هر دلیل وو هغوی ونشوای کړای تائید یې کړي."

په دې راپور کې د افغان ملي بایومتریک سیستم په ګډون چې د تذکرو د ویش لپاره کارول کیده څو ډول سیستمونو ته اشاره شوې ده، د امریکا د دفاع وزارت د هویت د پيژندنې بایومتریک سیستم ته چې د هغو کسانو د پيژندنې لپاره کارول کیده چې د امریکایانو لپاره کار کړی او یا هم کولی شي د امریکا امنیت ته خطر متوجه کړي، د بایومتریک هغه سیستم چې د جنایت کارانو د پیژندنې او د پخوانیو افغان ملي اردو او پولیسو د پيژندنې لپاره کارول کیده او د سترې محکمې د کارکوونکو د تنخاوو، د ملي امنیت د عمومي ریاست او د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو د بایومتریک سیستم.

له دې سره سره د بشري حقونو د څار سازمان ویلي د افغانستان د پخواني حکومت د یوه سلاکار د معلوماتو له مخې، طالبان به د امریکا او د افغان ځواکونو د تنخواو د بایومتریک سیستم ته لاسرسی ونلري.

په راپور کې راغلي، د طالبانو ډله له پخواني حکومت سره د اړیکي په خاطر یو شمیر کسان په نښه کوي، په خاص ډول ځانګړي امنیتي ځواکونه، قاضیان، څارنوالان او ملکي مامورین.

خبریالانو په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې راپور ورکړ چې طالب جنګیالي د بایومتریک سکنرونو په مرسته په لویو لارو کې مسافران په ګوته کول او په صحرایي محکمو کې یې له منځه وړل چې ډیری یې د پخواني پوځ غړي وو.

په دې راپور کې د یوه کس په قول چې د یادو سیستمونو له مدیریت سره بلدتیا لري او د نوم له اخیستلو یې ډده کړې ویلي دي طالبانو د هغه شرکت دوه غړي نیولي چې ددې سیستم لپاره یې د حفظ او مراقبت خدمات وړاندې کول.

هغه زیاته کړې طالبانو هڅه وکړه چې یاد شرکت د خدماتو وړاندې کیدو ته مجبور کړي خو د هغه په وینا یاد شرکت نده منلې.

د راپورونو له مخې، د نوازالدین حقاني په نامه د طالبانو د یوې لوا قومندان د اګست میاشتې په ۲۱ نیټه په امریکا کې میشت زینګر نیوز ته ویلي د هغو کسانو څخه د کورنیو چارو وزارت او نورو بایومتریک سیستمونو د معلوماتو د ترلاسه کیدو لپاره کار اخلي" څو د خبریالانو او په اصطلاح د بشري حقونو د افرادو په اړه معلومات راټول کړي. هغه کسان چې څو ورځې مخکې په خپلو جیبونو کې د امریکایي ډالرو لپاره غپیدل، خوندي ونه وسي."

د بشري حقونو څار سازمان لیکلي چې د روان میلادي‌ کال د فبروري میاشتې په ۱۰ نیټه یې د امریکا له حکومت، اروپايي ټولنې، د کډوالو د نړیوال سیستم، نړیوال بانک، د ګرانډ ټکنالوژۍ شرکت، لیدوس شرکت او نټ لینکس څخه پوښتنه وکړه چې د ۲۰۲۱ کال د اګست څخه مخکې او وروسته د افغانانو د بایومتریک معلوماتو د ساتنې او د معلوماتو د خپریدو په اړه افرادو او اشخاصو ته د معلوماتو د ورکړې لپاره څه تر لاس لاندې لري، یوازې یوه شرکت ځواب ورکړ او ویې ویل چې وړاندې شوي معلومات باید خپاره نشي.

د بشري حقونو څار سازمان ویلي دي ټول شرکتونه او هغه هیوادونه چې په افغانستان کې ددې سیستمونو په جوړیدو او تمویل کې دخیل دي باید په علني ډول له لاس څخه د تللو معلوماتو او یا د طالبانو له خوا د امکان په صورت کې د ترلاسه شویو معلوماتو په اړه‌ په علني ډول معلومات ورکړي.

دا راپور د بشري حقونو د څار سازمان د معلوماتو پر اساس جوړ شوی

XS
SM
MD
LG