د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: په افغانستان کې سولې ته هیله مندي ډیره ده


په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو لوړپوړی چارواکی وایي افغانستان د تیرو کلونو په پرتله اوس د سولې لپاره ښه چانس لري.

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د چارو مشر توبي لانزر د جمعې په ورځ (نومبر ٢٣) وویل چې د نړیوالې سولې په هڅو کې په زیاتې هم آهنگۍ او د سولې په خبرو کې د ټولو اړخونو گډون ته لیوالتیا ددې سبب شوې چې دغه هیلې زیاتې شي.

طالب مشرانو تیره اونۍ په قطر کې په خپله سیاسي نمایندگۍ کې د امریکا د ځانگړي استازي زلمي خلیلزاد سره وکتل او دا د تیرې میاشتې راهیسې دوهم ځل و چې ښاغلی خلیلزاد دا ډول لیدنې کتنې کوي.

د ملگرو ملتونو د بشري مرستو هم آهنگ کوونکي توبي لانزر په ژنیو کې خبریالانو ته وویل چې "په افغانستان کې نوي فرصتونو رامنځ ته شوي او د سولې لپاره ډیره هیله شته".

ښاغلي لانزر وویل "دا ښایي ضد او نقیض ښکاره شي خو نن هلته ښه فرصتونه شته چې کلونه کلونه دا ډول هیلې د افغانستان لپاره نه وې چې دننه خپلمنځي او د عمدو گاونډیانو سره سوله وکړي".

ښاغلی لانزر په کابل کې د یو ځانرگي برید وروسته له قربانیانو سره د خواخوږۍ په حال کې
ښاغلی لانزر په کابل کې د یو ځانرگي برید وروسته له قربانیانو سره د خواخوږۍ په حال کې

هغه پدې هکله زیات جزییات ورنکړل، خو زیاته یې کړه چې په راتلونکو ورځو، اونیو او میاشتو کې به بحثونه جاري وي.

له بلې خوا د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس دونالد ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (نوامبر ٢٢) وویل چې هیواد یې په افغانستان کې د سولې لپاره "په ډیرو قوي مذاکراتو" بوخت دی.

دغه خبرې اترې پداسې حال کیږي چې له یوې خوا افغان حکومت پر وسله والو مخالفینو باندې خپلو عملیاتو او بمباریو ته زور ورکړی او له بلې خوا طالبانو پدې وروستیو اونیو کې په افغان امنیتي ځواکونو باندې څو غټې حملې کړې دي.

د کارپوهانو په اند د جگړې دواړه اړخونه هڅه کوي چې د سولې د راتلونکو خبرو دمخه خپلې موازې ټینگې او پراخې کاندي.

د امریکا جمهور رئیس په افغانستان کې د میشتو امریکایي سرتیرو سره د شکرانې د ادا کولو د ورځې په مناسبت د ټیلی کنفرانس له لارې په خبرو کې وویل چې د هغه په اند د افغانستان خلک له جگړې ستړي شوي د،. خو ښاغلي ټرمپ دا هم وویل چې پدې نه پوهیږي چې د سولې خبرې به بریالۍ شي او که نه؟

د سولې په خبرو کې د طالبانو یوه عمده غوښتنه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي. ښاغلي ټرمپ پدې همکله د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي چې "موږ هغه څه کوو چې سم وي، د خبرو نتیجې ته باید انتظار وشي."

ښاغلي خلیلزاد له افغانستان څخه واشنګټن ته د بېرته ستنېدو پرمهال پر خپل ټوېټر لیکلي چې وروستی او مخکنی سفر یې د افغان حکومت او خلکو سره په نژدې همکارۍ سره له لاسته راوړنو ډک تر سره شو.

په کابل کې د امریکا سفارت د ښاغلي خلیزاد د سولې د ماموریت په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې "ښاغلي خلیلزاد د خپلو لیدنو په ترڅ کې ټینګار کړی چې د تلپاتې سولې د ټینګښت په موخه باید د ټولو افغانانو نظرونه په پام کې ونیول شي".

په افغانستان کې ۱۴۰۰۰ امریکایي پوځیان میشت دي چې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت په ترڅ کې د افغان پوځيانو په روزولو او له ترهګرۍ سره په مبارزې بوخت دي.

XS
SM
MD
LG